اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د كشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام ووئيل د ملكرو ملتونو پشمول د بشري حقونو ادارے دې مقبوضه جموں و كشمیر او فلسطین كښې د مسلمانانو د قتل عام او نسل كشۍ په سمدستي توګه نوټس واخلي، پاكستان به د خپلو كشمیریانو د خپلواكۍ حق هلو ځلو غیر متزلزل سیاسی، سفارتی او اخلاقی حمایت روان س اتي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده اتوار په ورځ د كشمیر توري ورځ په موقع ریډیو پاكستان نه تر ډی چوك احتجاجی واك ګډون كونكو ته وينا كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل په نن ورځ د هند عسكرو په زبردستۍ سره جموں او كشمیر ته داخل شوي۔ ده ووئيل نن د توري ورځ په موقع كشميريانو ته سلام كوم كومو چې د ظلم په وړاندې سر ټيټ نه كړو بلكه ولاړ دي۔ده ووئيل د هند د اړخه تر اوسه 97 زره وګړي شهيدان كړې شوي ګڼ شمير مياندي خوياندي كونډي كړې شوي او دغسې يو شمير ماشومان يتيمان كړې شوي ٬ دې نه ځانله هند د اړخه په لكهونو كورونه ويجاړ كړې شوي۔ انجینئر امیر مقام ووئيل د هند د ظلمونو باوجود زمونږ بهادري كشمیری مياندي خوياندي نن هم هغه بهادرۍ سره د ظلم په وړاندې ولاړي دي۔ده غوښتنه وكړه چې د ملګرو ملتونو او بشري حقونو ادارے دې مقبوضه كشمیر او فلسطین كښې د مسلمانانو په بے دردۍ سره روان قتل عام او نسل كشۍ په سمدستي توګه نوټس واخلي۔ده ووئيل هیومن رائټس ادارو ته دا قتل عام په نظر نه راځي ؟۔وفاقی وزیر ووئيل د ملګرو ملتونو قرار دادونو په رڼا كښې د كشمیریانو حق دے چې خپله پريكړه پخپله وكړي چې هغوي د پاكستان سره پاتي كيدل غواړي يا هند سره۔ده ووئيل اګست 2019 كښې هند د كشمير خصوصی سټیټس هم ختم كړې ۔ مقبوضه وادی كښې اوسنو ټاكنو په اړه انجینئر امیر مقام ووئيل مودی سركار ته وئيل غواړم چې د دې سټیټس ختمولو باوجود هغه خوشحاله نه ؤ خو په اوسنو ټاكنو كښې چې هغه د څه ډول ماتي سره مخ شوې هغه د ټولو په وړاندې دې۔ نریندر مودی بايد دغه ریفرنډم نه پس پوهه شي جې كوم خصوصی حیثیت ختم كړې شوې ؤ هغه به بيا بحالول وي۔ده ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف ملګرو ملتونو ته وينا كښې په مړانه د كشمیر او فلسطین مقدمه وړاندې كړي۔ده ووئيل دا د هند غلط فهمي ده چې د كشمیر مسئله ختم شوې ده، دغه مسئله ختميدې نشي تر څو چې يو هم پاكستانې ژوندې وي دغه مسئله څوك هم نه شي ختمولې۔ده ووئيل پاكستان ښكاره موقف لري چې د جموں كشمیر اولس حمایت به روان ساتو۔ انجینئر امیر مقام د كشمیر توره ورځ په موقع ټول پاكستان كښې د خېبر نه تر ګلګت بلتستان د كشمیر په حق كښې غږ پورته كولو لپاره په پروګرام كولو د خارجه وزارت ، اطلاعاتو او خپرونو وزارتاو كشمير چارو وزارت مننه وكړه۔ده ووئيل نن د رخصتۍ په ورځ هم د ټولو پاكستانيانو د كشمیریانو لپاره د توري ورځ لمانځل د ستائنې وړ دې۔ده ووئيل ټول كشمیری قیادت كوم چې دا مهال د هند په زندانونو كښې دې او د ظلم او جبر سره مخ دې هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوم،ټولي نړۍ او هند له دا پیغام وركول غواړم چې كوم قیادت او كشمیری ځوانان چې په زندانونو كښې دي هغوې دې په سمدستي توګه خوشي كړې شي۔ده ووئيل تر څو چې د مقبوضه جمو او كشمیر وګړو ته خپل حق نه وي ترلاسه شوې ټول پاكستانې قوم به هغوي سره ولړ وي۔په دې موقع د كشمیر كمېټۍ چیئرمېن رانا قاسم نون په خپله وينا كښې ووئيل هند د نن څخه 77 كاله وړاندې د ظلم او بربریت انتها كولو سره په مقبوضه جموں او كشمیر په غیر قانونی توګه قبضه كړې۔ده ووئيل د 27 اكتوبر ورځ د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د توري ورځ په توګه لمانځلے كېږي۔ده سید علی ګیلانی او ټول حریت لارښودو ته پيرزوئينې هم وړاندې كړي۔ پارلیمانی سیكرټری فارن افیئرز ډاكټر شزرا منصب د واك ګډون كونكو ته وي نا كښې ووئيل هند د نن څخه 77 كاله وړاندې د مقبوضه جموں كشمیر په وګړو ظلم پيل كړې ، په غیر قانونی توګه ئې قبضه كړې او تر نن هغه تسلط روان دے۔دي ووئيل هند په غیر قانونی توګه مقبوضه جموں او كشمیر كښې زمونږ په وروڼو خوياندو او ماشومانو ظلمونه كوي او ګڼ شمير ځوانان ړانده (نابينا)كړې شوي۔دي ووئيل هند په مقبوضه كشمیر كښې اكثریت په اقلیت كښې د بدلولو هڅه كوي او په دې لړ كښې ئې اګست 2019 كښې د كشمیر خصوصی سټیټس ختم كړې۔ډاكټر شزرا منصب ووئيل مونږ د مقبوضه جموں كشمیر او فلسطین وګړو له باور وركوو چې د پاكستان اولس به د خپلي ويني تر ټخري څاڅكي د هغوي سره ولاړ وي۔د پاكستان سویټ هومز سرپرست اعلیٰ زمرد خان ووئيل مقبوضه جموں او كشمیر ماشومانو له پیغام وركوم چې هغوي يواځي نه دي ،نن ټول پاكستان د خپلو كشميريانو سره ولاړ دې او هغوي سره د يووالي څرګندونه كوي ۔ ده ووئيل هغه كشمیریانو ته پيرزوئنې وړاندې كوم كومو چې د تيرو 77 كلونو راهسې د آزادۍ جنګ لپاره قربانۍ وركوي۔د آزاد كشمیر پخواني وزیراعظم انوار الحق چوهدری ووئيل هند په مقبوضه جموں او كشمیر كښې د ظلم انتها كوي او د ملګرو ملتونو په قراردادونو هم عمل درامد نه كېږي۔ ده ووئيل پاكستان دې د نړۍ سره په كډه په هند فشار واچوي چې مقبوضه جموں كشمیر كښې استثواب رائے وكړي۔په دې موقع حریت لارښودي مشال ملك ووئيل غیر قانونی مقبوضه جموں او كشمیر 7 نسلونه د تيرو 77 كلونو راهسې ظلم او جبر برداشت كوي۔دي د پاكستانی قیادت مننه كولو سره وئويل نن ورځ د توري ورځ په توګه لمانځلو سره د پاكستان اولس او قيادت د جموں او كشمیر اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔دي هيله څرګنده كړه چې يو ورح به داسې راشي چې دا توره ورځ به د فتح ورځ په توګه ولمانځلې شي۔ د حریت كافرنس ډپټی كنوینیر فاروق رحمانی د واك ګډون كونكو ته ووئيل د خارجه وز ارت ،د اطلاعتو او خپرونو وزارت او كشمير چارو وزارت مننه كوو چې نن ورځ ئې د توري ورځ په توګه ولمانځله۔ده ووئيل مقبوضه جموں كشمیر كښې 10 لكهههند عسكرو شته والې سره زمونږ نسل كشی كیږي۔ده ووئيل هند په مقبوضه جموں او كشمیر كښې په غیر قانونی توګه قابض دے او د انسانیت مذاق كوي،هند 2019 نه تر اوسه ګڼ شمير ماشومشان ٬ ځوانان او ميرمني په غیر قانونی توګه زندانونو كښې بند كړې دي۔ده د نړيوالو ادارو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وكړه چې په هند فشار واچوي چې جموں كشمیر كښې روان ظلم و ستم بند كړې شي او كشميريانو له د خپلي خوښي له مخې د پريكړې حق وركړې شي۔ده ووئيل 2018 او 2019 كښې د ملګرو ملتونو د اړخه جاري شوې رپورټس كښې دا خبره هم واضحه شوي چې هند د مقبوضه جموں او كشمیر اولس سره ښه سلوك نه كوي۔ ریډیو پاكستان چوك نه تر ډي چوك احتجاجی واك كښې د كشمیر ورورولۍ پشمول د بشري حقونو تنظیموں،اكیډمیا او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو او د خپلو كشميرانو سره ئې د خپلواكۍ حق هلو ځلو كښې د ودريدلو د عزم پخلے وكړو۔