د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د بلوچستان په مستونګ سيمه كښې د سكول سره نزدې د بمي چاؤدني غندنه وكړه

image

اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د بلوچستان مستونګ سيمه كښې د سكول سره نزدې د بمي چاؤدني غندنه كولو سره وئيلي دي بے ګناه وګړي او ماشومان په نخښه كولو يو ناوړه عمل دے او په دې كښې ككړ كسان د انسانيت او امن دښمنان دي،ترهه ګر خپل ناوړه مقاصدو لپاره بے ګناه وګړي او ماشومان په نخښه كوي۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د چاؤدني په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د شهيدو شوو كسانو كورنيو په غم كښې شريك يو او د غمجنو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوو۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل سيكيورټي فورسز او پوليس اهلكارو د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې لويې قربانۍ وركړي۔شر خوښي دې ډول كاروائيو سره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قام عزم كمزورې كولې نشي۔سپيكر په پېښه كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں