د سيفران او كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د ډنمارك سفير جيكب لينولف ملاقات

image

اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)د رياستي او سرحدي چارو(سيفران)او كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره په پاكستان كښې د ډنمارك سفير جيكب لينولف ملاقات او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال شوو خبرو كښې د افغان كډوالو خېرښېګړی او دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرستې زياتولو موقعو پشمول د ګڼ شمېر موضوعات احاطه وكړی شوه ۔پاكستان كښې يو اېن ايچ سي آر استازي فلپائكينډلر هم د هغه سره وؤ ۔په غونډه كښې د سيفران سيكرټري ظفر حسن او جوائنټ سكېرټري آغا وسيم احمد هم ګډون وكړو۔دواړو ډلو دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو سره سره اعلٰی كچ رابطو زياتولو او د مرستې نوې لارې لټولو په اړه هم اتفاق وكړو۔په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د دواړو هېوادونو د مرستې امكانات موجود دي۔وفاقي وزير په هېواد كښې د افغان كډوالو كوربتوب په لړ كښې پاكستان ته رامخې ته شوو مالياتي چېلنجونو باندې رڼا واچوله او د نړيوالې ورورولۍ د بشپړ ملاتړ ذكر يې وكړو۔په پاكستان كښې د ډنمارك سفير جيكب لينولف د افغان كډوالو پروف آف رجسټرېشن كارډز(پي او آر)موده كښې اوسنۍ پراختيا له د پاكستان پريكړه وستائېله۔د ډنمارك سفير د بشري همدردۍ هڅو اعتراف كولو سره په لاكهونو افغان كډوالو په كوربتوب د پاكستان كردار هم وستائېلو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں