اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان وئيلي دي پاکستان او ترکیه خپلو كښې تاریخی او كلتوري اړيكي لري،ترکیه دفاعي او صنعتي څانګه كښې د پاکستان خود انحصارۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په خپل دفتر كښې د تركيه نوموړي صنعت کار او بورډ آف کارډیمر چیئرمېن اسماعیل دمیر سره ملاقات كښې كړې ۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه تجارت او سرمایه کارۍ په وده خبري اترې وشوې۔ملاقات كښې د سټیل په صنعت كښې په كوټلو طریقو او د جدید ټیکنالوجی په وده هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع د تجارت وفاقي وزیر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم زياتولو له لويې ګنجائش شته۔ده ووئيل دوه اړخيزه تجارت ته به لا وده وركولې شي كوم لپاره چې په كوټلي تګلاره باندې عملدرآمد كېږي۔ده ووئيل ترکیه او د پاکستان سټیل صنعتونو ترمينځه قوي شراکت دارۍ ته اړتيا ده۔دغسې د ترکیه صنعت کار پروفیسر ډاکټر اسماعیل دمیر د پاکستان ميلمستيا ستائېلو سره دوه اړخيزه مرسته روانه ساتلو له عزم څرګند كړو۔