وفاقي وزير محسن نقوي سي ډي اے ته د سيرينه چوك انټرچينج كار په درېو مياشتو كښې د بشپړولو هدف وركړو

image

اسلام آباد۔6 دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وزير محسن نقوی سي ډي اے ته د سرینه چوک انټرچېنج پراجېکټ د 10 مياشتو په ځاے په 3 مياشتو كښې د بشپړولو هدف سپارلے۔ داخله وزير د سرینه چوک تعمیراتی كارونو جاج اغستو له دوره وكړه چرته چې ده په پراجېكټ د روانو تعميراتي كارونو څارنه وكړه۔ داخله وزير محسن نقوي د پراجېکټ په وخت د بشپړولو هدايت وكړو۔ د ده وېنا وه چې د مېګا پراجېكټ بشپړېدو سره به په پلازمينه كښې د ټرېفك له كلونو راهېسې روانې مسئلې حل شي۔ ده ووئيل سرینه چوک انټرچېنج به كه پاك پروردګار ته منظور وي د 10 مياشتو په ځاے په 3 مياشتو كښې مكمل شي۔ د سرينه چوك انټرچېنج پراجېكټ كښې 2 انډر پاسز او رابطه سړكونه جوړولې شي۔ د پراجېکټ په ټاكلي موده كښې باوري كولو په خپله نګراني كوم۔ ده ووئيل د 24/7 تعمیراتی كار كولو سره منصوبه په خپل ټاكلي وخت كښې ترسره كول دي۔ ده ووئيل د تعميراتي كار په مهال به په متبادل ټرېفک پلان عملدرآمد باوري كولې شي۔ وفاقي وزير ته د سرینه چوک انټرچېنج تعمير په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ د سي ډي اے چيئرمېن ٬ د اسلام آباد ډي سي او نور اړوند افسران هم په دې موقع موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں