وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام په شانګله چکسر كښې په پوليس چوكۍ بريد وغندلو

image

اسلام آباد۔17دسمبر(اے پی پی) وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام په شانګله چکسر كښې په پوليس چوكۍ د ترسره شوي بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي چې د امن بحالۍ له د پوليس قربانۍ به كله هم هېرولې نه شي۔ د نهې په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې وفاقي وزير د بريد په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره شهيد شوي اے اېس آئی حسن خان او هېډ کانسټېبل نثار خان ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ژوبل شويو 3 پوليس اهلكارو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ ده ووئيل د امن بحالۍ له د پوليس قربانۍ به كله هم هېرولې نه شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت دې د وخت او وسائلو ضائع كولو په ځاے صوبه كښې امن په ځاے كولو ته خپل پام وګرځوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں