كه تر راروانې اوونۍ مثبت ځواب رانغلو نو د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمېن به غوره كولے شي: سپیکر سردار ایاز صادق

image

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د قومي اسمبلۍ د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ مشرۍ په اړه حکومت او اپوزیشن له آخري مهلت وركولو سره وئيلي چې كه تر رارواني اوونۍ مثبت ځواب رانغلو نو د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه رابللو سره به د چیئرمېن ټاكنه كولې شي۔د جمعې په ورځ د سپیکرز کنفرنس په مهال د يوې پوښتني په ځواب كښې د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل دا پارلیمانی روایت دے چې د پبلك اکاؤنټس کمېتۍ چیئرمېن عهدہ اپوزیشن سره وي خو پريكړه حکومت او اپوزیشن په ګډه كوي۔ده ووئيل پبلك اکاؤنټس کمېټي نه فعاله كېدو سره ډير څيزونه اودرېدلې دي، كه تر رارواني اوونۍ مثبت ځواب رانغلو نو د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمېن به غوره كولے شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں