د ايس سي او غونډه ٬ د استازو وفاقي پلازمينې ته رارسيدل پيل شؤ ٬ د بهرنيو ميلمونو هركلي له ښار سينګار كړے شوے دے

image

اسلام آباد۔15اکتوبر (اے پی پی) د شنګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او) سرمشريزه غونډه كښې د ګډون کوؤنکو هېوادونو استازي وفاقي پلازمېنې ته رارسېدل پېل شوي دي۔ بهرنيو مېلمنو لپاره رنګا رنګ برقي چراغونو، ګلانو او د اېس سي او غړو هېوادونو بېرغونو سره د ښار رونق او ښائست زيات كړے شوے دے۔ اېل اي ډي ډسپلے سكرينونه د اسلام آباد په مركزي څلور لارو لګولې شوي دي۔ په ټول ښار کښې مهم ځايونه په رنګارنګ چراغونو او پاکستاني بيرغونو سينګار شوي دي۔ د چين وزيراعظم لي کيانګ له يو لوړ پوړي پلاوي سره پرون فدرالي پلازمېنې ته رارسېدلے ؤ۔ د شنګهائي مرستې تنظيم د دويم اعلی فورم اېس سي او سي اېچ جي دوه ورځنۍ غونډې مشري به وزيراعظم شهباز شريف د كونسل د موجوده چيئمرېن په توګه كوي۔ سرمشريزه غونډه كښې د ګډون كوؤنكو غړو هېوادونو په مشرانو كښې د چين وزیراعظم سټېټ کونسل لی چیانګ، د بیلاروس وزیراعظم رومان ګولوف چینکو، د قازقستان وزیراعظم اولړاس بیک تینوف، د روسيه وزیراعظم میخائل مشوستن، د تاجکستان وزیراعظم کوهر رسول زادہ، ازبک وزیراعظم عبداللہ اریپوف، د کرغزستان د وزيرانو كابينې چيئرمېن ړاپاروف اکیل بیک، د ایران نائب صدر رضا عارف او د هند خارجه وزير سبرامنيم جے شنكر شامل دے۔ دې سره سره منګوليا د مبصر په توګه په دې غونډه كښې ګډون كوي۔ چې نمائندګي يۍ وزيراعظم كوي۔ د ترکمانستان د خاص مېلمه په توګه نمائندګي د وزيرانو د كابينې نائب چيئرمېن راشد مریدوف كوي۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو نورو مېلمنو كښې د اېس سي او عمومي سېكتر جانګ منګ، ډائرېکټر اېګزېکټو کمېټی ایس سی او ریجنل اېنټی ټېررسټ سټرکچر رسلان مرزائیف، د بورډ آف ایس سی او بزنس کونسل چیئرمېن عاطف اکرام شېخ او د کونسل آف اېس سی او انټر بېنک یونین چیئرمین مارات ییلی بائیف شامل دي۔ د غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه كښې به په معیشت، تجارت، ماحولیات او د سماجي او كلتوري تړون څانګو كښې په روانه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه كولې شي او د تنظيم د كاركردګۍ جاج به اغستلې شي۔ د شنګھائي همكارۍ تنظيم غړو هېوادونو لارښود به دوه اړخيزه مرسته زياتولو او د تنظيم بجټ منظورۍ له مهمې تنظيمي پرېكړې هم كوي۔(اے پي پي وا ١٣٢٠)

مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores
متعلقہ مضامین
مزید خبریں