د جام کمال خان په مشرۍ كښې د پاکستان درې مياشتنيزې تجارتي شميري جاج اغستلو له غونډه

image

اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان د پاکستان درې مياشتنيزې تجارتې شميرې جاج اغستو له د يوي اعلیٰ پائې غونډي مشري وكړه۔د جمعې په ورځ جاري شوې اعلامیې له مخې د تجارت وفاقی وزیر ته په غونډه كښې د نړيوال تجارت تازه رجحانات او برآمدات زياتولو له وضع کړو تګلارو په اړه بريفنګ وركړې شو۔په غونډه كښې د تجارت چارواكو د مهمو تجارتي شراکت دارو سره د تجارتي کارکردګۍ يوه كوټلي جائزه وړاندې كړه۔ بریفنګ كښې تر ماركيټ رسنه زياتولو او تجارت كښې تکنیکې خنډان لرې كولو لپاره د عملی تجاویز هم احاطه وكړې شوه،د پاکستان مصنوعات تر نړيوالو منډيانو رسنول باوري كولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په غونډه كښې د بهرنو عوامل اثرات، لكه چې نړيوال اقتصادي لاندې باندې او په جغرافیائی سیاسي غیر یقینی صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه،دغه چیلنجونه كمولو او د برآمدات پرمختګ په ځائې ساتلو په تګلارو غور وشو۔د کامرس افسرانو هڅي ستائېلو سره جام کمال د وزیراعظم شهباز شریف په برآمدات اډانه د پرمختګ وژن مخ په وړاندې بوتللو كښې د تجارت وزارت په مرکزی کردار زور راوړو۔ده ووئيل زمونږ د معیشت د کامیابۍ انحصار په قوي برآمدات دے۔ جام کمال د تجارت د پرمختګ تګلاره په سنجیدګۍ سره د ترسره كولو اهميت پخلے وكړو، دغسې په ټولو څانګو زور راوړلے شوے چې د پاکستان بشپړه تجارتی صلاحیت استعمالولو لپاره په همغږۍ سره كار وكړي۔ده ووئيل بايد مونږ په نړيواله كچه د خپل مارکیټ شیئر زياتولو له د پريكړې وړ کار وكړو او دا خبره باوري كړو چې زمونږ برآمدات د معاشي پرمختګ محرك جوړ شي۔په غونډه كښې په تجارتی خنډانو قابو موندلو او د برآمدات د لارې كوټلي اقتصادي پرمختګ لپاره د يو متفقه نقطه نظر په حاجت زور راوړلے شو۔

مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں