کراچۍ۔8جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې اولس ته د روغتيا او زده كړو آسانۍ رسولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي٬ د پاكستان د خادم په حېث سوګند پورته كولو سره مې دا وعده كړې وه چې تر كومې ما هر يو پاكستاني ته د معياري زده كړو او روغتيا آسانۍ رسولې نه وي ماته ته به آرام رانشي٬ د کلینیکل پرېکټس د لارښودنې اصول به د پاكستان د روغتيا څانګه د نړيوال معيار له مخې كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورو په ورځ د آغا خان پوهنتون لخوا د پاكستان د روغتيا څانګې لپاره د لارښودنې په اصولو د مشتمل كتاب مېنوئل آف کلینیکل پرېکټس ګائیډلائنز اجراء دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، وفاقي وزيران اورنګزېب، عطاء تارړ، ډاكټر خالد مقبول صديقي، وزير مملكت علي پروېز ملك، صحت لپاره د وزيراعظم كوآرډينيټر ډاكټر مختار احمد بهرتھ، د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري، وزير اعلی سيد مراد علي شاه، د آغا خان فاونډيشن صدر سلطان علي الانه او د روغتيا په برخه کښې نړيوال او ځايي کارپوهانو او همدارنګه د آغا خان پوهنتون د بورډ آف ټرسټيز مشر ذاکر محمود او د آغا خان پوهنتون صدر ډاكټر سلمان شهاب الدین موجود وو. وزيراعظم ووئيل د آغا خان فاونډيشن په پاكستان كښې اولسي خېر ښېګړې له د قدر وړ خدمات دي، د آغا خان پوهنتون لخوا د پاكستان په تناظر كښې د لارښودنې اصولو كتاب د پاكستان د روغتيا په برخه كښې د يو ځلنده باب اضافه ده٬ د کلینیکل پرېکټس د لارښودنې اصول به د پاكستان د روغتيا څانګه د نړيوال معيار له مخې كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ وزيراعظم ووئيل آغا خان فاؤنډېشن په اسلام آباد كښې د جناح میډیکل کمپلېكس په جوړولو كښې له كومې معاوضې پرته د کنسلټېنسی خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل د پاكستان په تعمير او پرمختګ او په خاص توګه د روغتيا او زده كړو په څانګه كښې د آغا خان فاؤنډېشن كردار د ستائنه وړ دے۔ ده ووئيل اولس ته د روغتيا او زده كړو آسانۍ رسونې ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي۔ وزیراعظم ووئيل د پنجاب د خادم په حېث په خپل دور كښې مو په هېواد كښې پی کے اېل آئی، برن سېنټرز او د نورو موذي رنځونو درملنو له د نړيوال معيار ادارې جوړ كړې٬ په سندھ كښې هم د اېس آئي يو ټي په څير يو شمېر ادارې د اولس په خذمت كښې شپه او ورځ بوختې دي۔ ده ووئيل د پاكستان د خادم په حېث سوګند پورته كولو سره مخې دا وعده كړېوه چې تر كومې ما هر يو پاكستاني ته د معياري زده كړو او روغتيا آسانۍ رسولې نه وي ماته ته به آرام رانشي۔ ده ووئيل د پاك پروردګار فضل سره هره تېرېدونكې ورځ مونږ د دغه لوظ ترسره كولو پلو تندۍ سره روان يؤ۔ په دستوره كښې وزيراعظم په اسلام آباد كښې جناح ميډيكل كمپلېكس لپاره د فاؤنډېشن لخوا د کنسلټېنسی په وړاندې كولو د آغا خان فاؤنډېشن صدر سلطان علي الانه خاص مننه هم وكړه۔ په دې موقعه د آغا خان میډیکل کالج ډین او د کلینیکل مېنوئل ایډیټر ان چیف ډاکټر عادل حېدر ګډون كوؤنكو ته وئيل چې په ټوله منطقه كښې د روغتيا څانګې حوالې سره د لارښودنې په اصولو مشتمل دا اولنے كتاب دے د كم اجراﺀ چې په پاكستان كښې شوې ده۔ په دې مېنئول عملدرآمد سره به دوه كروړه كسان د نړيوال معيار نګهداشت څخه استفاده وكړې شي ٬ دغسې د طبي آپرېشنز په مهال به د يو نيم كسانو ژوند د غوره تدبير او پروسيجرز د لارې بچ كړې شي۔ دې څخه وروستو وزيراعظم د آغا خان پوهنتون او ګرد هېواد سره تعلق لرونكو په طبي كاروپوهانو مشتمل د روغتيا په څانګه يو راؤنډ ټېبل كښې ګډون وكړو۔ طبي كارپوهانو د پاكستان د روغتيا څانګې په اړه وزيراعظم ته وړاندېزونه وركړل۔ دوئي د روغتيا په څانګه كښې پبلك پرائیوېټ پارټنرشپ ته د ودې وركولو ٬ په پاكستان كښې د نړيوال معيار ميډيكل او نرسنګ زده كړو او نورو اړوندو چارو په اړه وړاندېزونه هم وركړل۔ وزیر اعظم دا وړاندېزونه خوشبين ګرځولو سره وئويل حكومت د روغتيا آسانۍ لا ښه كولو ھڅې كوي۔