پاکستان او سعودي عرب د عقیدې، تاریخ او كلتور په مضبوطو رشتو كښې تړلي دي

image
APP22-13 ISLAMABAD: November 13 - Ambassador of Saudi Arabia Commodore Nawaf Saeed Ahmad Almalki called on President Mamnoon Hussain at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې پاکستان او سعودي عرب د عقیدې، تاریخ او كلتور په مضبوطو رشتو كښې تړلي دي٬ دواړه هېوادونه د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې ژور روابط لري د كومو چې نورې ژورتيا پېدا كولو لپاره كار روان ساتل پكار دي۔ اولس مشر دا خبرې د ګل په ورځ د سعودي عرب سفیر کموډور نواف سعید احمد المالکي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې ده سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل چې پاکستان سعودی عرب سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دواړو هېوادونو د ازمېښت په هره موقع تل د يو بل ملګرتيا كړې۔ اولس مشر ووئيل د پاکستان او سعودي عرب د خلوص نه د ډكو اړيكو دا لړۍ نړۍ لپاره يو مثال دے۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ