په بلوچستان كښې د كركيلې او لائيوسټاك په بېلا بېلو پروژو كار روان دے

image

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) په بلوچستان كښې د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له مخې د كركيلې او لائيوسټاك په بېلا بېلو پروژو كار روان دے۔ د سركاري ذريعو له مخې په خضدار كښې به د هارټيكلچر ريسرچ انسټي ټيوټ پروژه راتلونكې كال ترسره شي۔ په دې پروژه به 56.52 مليونه روپې لګښت راځي۔ په پروژه 95 فيصده فزيكل او 64 فيصده مالياتي كار شوے۔ په تربت كښې د لائيوسټاك ريسرچ انسټي ټيوټ پروژه به هم راتلونكې كال ترسره شي۔ په دې پروژه 80 فيصده فزيكل او 41 فيصده مالياتي كار شوے ٬ په دې پروژه به 59.12 مليونه روپې لګښت راځي۔ د ذريعو له مخې په ګوادر فېز ټو كښې ب ه څارو لپاره د مركز جوړولو پروژه په كال 2019م كښې ترسره شي۔ په دې پروژه به 56.65 مليونه روپې لګښت راځي۔ په دې پروژه 10 فيصده فزيكل كار ترسره شوے۔ په باهواني كښې د كوسټل اېګريكلچرل ريسرچ سټېشن پروژه هم راتلونكې كال ترسره شي۔ په دې پروژه 80 فيصده فزيكل او 37 فيصده مالياتي كار شوے۔ په دې پروژه به 51.74 مليونه روپې لګښت راځي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین