په اېم كيو اېم پاكستان د بندېز كوم وړاندېز يا اراده نه لرو

image
APP37-12 KARACHI: December 12 - Federal Minister for Interior Prof. Ahsan Iqbal talking to the media after inauguration of NADRA Center. APP

کراچی ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي په اېم كيو اېم پاكستان د بندېز كوم وړاندېز يا اراده نه لرو۔ د اېم کیو اېم لندن په ضد به د قانون ترمخه كاروائي كېږي۔ كراچۍ كښې اېګزېکټو پاسپورټ آفس جوړېدو سره به وګړو ته آساني ترلاسه شي۔ كوم ګوندونه چې سېنېټ څخه د سړي سر شمېرې قانون منظورول ځنډوي هغوي په وخت ټاكنې نه غواړي۔ د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار په ضد د سياسي ايجنډې ترمخه مقدمې جوړولې شي۔ وفاقی حکومت د هېواد په كوم هم ښار كښې مېټرو بس له يوه ورپۍ نه ده وركړې او كراچۍ كښې ګرین بس سروس له مو د 24 اربه روپو فنډز باوري كړې۔ د هاكۍ نړيوالې مقابلې به هم كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د نهې په ورځ کلفټن كښې د اېګزېکټو پاسپورټ آفس پرانستې په مهال دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل کراچۍ كښې د اولس اسانۍ له د اولني اېګزېکټو پاسپورټ دفتر پرانسته شوې۔ د وفاقی حکومت لخوا دې څخه وړاندې كراچۍ كښې د نادرا لخوا درې مېګا سېنټرز پرانستلې شوي ۔ ده ووئيل پاسپورټ اېګزېکټو آفس كښې د پاسپورټ جوړولو پراسېسنګ وخت 5 دقيقې مقرر شوې۔ ده ووئيل وفاقی حکومت د هېواد په كوم هم ښار كښې مېټرو بس له يوه ورپۍ نه ده وركړې او كراچۍ كښې ګرین بس سروس له مو د 24 اربه روپو فنډز وركول باوري كړې۔ دغسې د دې ځائې وګړو ته د څښلو پاكو اوبو رسنې له وفاقي حكومت 12 اربه روپۍ وركوي۔ احسن اقبال ووئيل د كراچي سركلر رېلوے منصوبه هم مونږ سي پېك كښې شامله كړې او د ډيزائنګ كېږي۔ ده ووئيل کرپشن به بېخي زغملې نه شي۔ كوم هم وګړې كه په غېر قانوني هلو ځلو كښې ونيولې شو نو په ضد به ئې سخت ګام پورته كولې شي۔ ده ووئيل د كال 2013ء او نني پاكستان كښې ډېر لوئے فرق دے۔ د برېښنا په ستونزه قابو موندلې شوې۔ د ترهګرو ملا ماته كړې شوې٬ كراچۍ ته امن بېرته راغلې او هدفي وژنې د نشت برابر دي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان د پرمختګ دښمنان هېواد عدم استحكام سره مخ كول۔ مونږ له به سياسي استحكام او جمهوري تسلسل په ځائې ساتل وي او په دې كښې زمونږ د ټولو كاميابي ده۔ ده ووئيل پاكستان كښې په 65 فیصده فیډرز لوډشېډنګ ختم كړې شوې۔ احسن اقبال ووئيل د نړيوال سازش ترمخه د پاكستان د ناكامه كولو هڅې كېږي خو مونږ به څوك دې ته نه پرېږدو۔ ده ووئېل نن د هېواد اقتصادي صورتحال څو چنده ښه شوے۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی