قائداعظم په جنګ نه اتحاد٬ تنظيم او محكم يقين سره دا هېواد جوړ كړې

image

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي قائداعظم په جنګ نه بلكې اتحاد٬ تنظيم او محكم يقين سره دا هېواد جوړ كړې٬ اوسني حكومت د قائداعظم محمد علی جناح په افکارو او فرموداتو عمل كولو سره د هېواد د پېښو ستونزو مخنيوي لپاره هڅې كوي٬ قائداعظم د اتحاد، تنظیم او یقین محکم په فرمان عمل كولو سره داسې پاكستان جوړول غواړو چرته چې تېرې نه وي ٬ رڼا ګانې وي٬ مونږ هېواد پرمختللې٬ سوله ايز او د سوكالۍ په لار روان يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوهمې وزېرې د شورو په ورځ ډائرېكټورېټ آف الېكټرانك ميډيا اېنډ پبليكېشنز ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او د نظريه پاكستان كونسل تر سېوري لاندې “همارا قائد” په سرخط د عكسونو نندارتون ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دوهمې وزېرې ووئيل د تېرو 66 كالو په مهال دومره برېښنا نه وه پېدا كړې شوې څومره چې د اوسني حكومت په دوره كښې پېدا كړې شوې ده۔ دې ووئيل كال 2013ء كښې به په هېواد كښې د 16 نه تر 18 ساعت لوډشېډنګ كېدو٬ او هېواد كښې د طلب نه زياته برېښنا موجود ده۔د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل ھغه وخت به ډېر زر راشي كله چې به هېواد كښې د تعليم شرح سل فيصده يو او په ښارونو او كليوالو سيمو كښې به ځوانانو ته يو ډول تعليم ترلاسه كوي۔د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې چې څومره قربانۍ پاكستاني قام وركړې دي ٬ چا هم نه دي وركړې ۔د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل په دې جنګ كښې د اے پي اېس پېښور بې ګناه شهيدانو خپلو وينو څخه مشالونه روښانه كړي۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستاني قام ٬ د پاكستان ځواكونو ٬ امنيتي ادارو او د سياسي قيادت په كردار دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل ځوانان د بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح په فرموداتو عمل كولو سره سباٶن كښې د كاميابۍ تر لاسه كولې شي ۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل ځوانان دې د دسمبر په 25مه نيټه د قائداعظم محمد علي جناح په سالګره كېك پرې كړي او خپل عكسونه او وېډيوز په واټس اېپ لمبر 5803550-0310 ولېږي كوم چې به په پي ټي وي نشر كولې شي ۔ په دې موقع د راډيو پاكستان ډائرېكټر جنرل شفقت جلیل او دائرېكټر ډائرېكټورېټ آف الېكټرنانك اېنډ ميډيا پبلي كېشنز ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت عبدالواحد خان هم موجود ٶ۔ په دې موقع دوهمې وزيرې د عكسونو په مقابله كښې پوزيشن ترلاسه كوٶنكو له سندونه وركړه۔ د دې نه وراندې د عكسونو د نندارتون په باقاعده توګه پرانسته وشوه او په نندارتون كښې د فن پارو او د قائداعظم محمد علی جناح د ناٶياته عكسونو ئې په غور مشاهده وكړه۔ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د قائداعظم محمد علی جناح د سالګرې په لړ كښې كېك هم پرې كړو

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا