وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د يوكرائن د تجارتي كمپنې ډائرېكټر جنرل پولو بوكن ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 14 فروری) اے پي پي﴾ د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د يوكرائن د سركاري ادارې د تجارتي كمپنې ډائرېكټر جنرل پولو بوكن ملاقات وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان يوكرائن سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او باور لري چې د دوه اړخيزه مرستې په اړه به دا اړيكې لا قوي شي۔ وفاقي وزير د پاكستان او يوكرائن ترمېنځه په دفاعي څانګه كښې اوسنې مرسته وستائيله۔ ده يوكرائن سره په ټولو څانګو او په خاص توګه د تجارت٬ معيشت٬ دفاع٬ كلتور او سائنس او ټېكنالوجې په څانګو كښې د اړيكو قوي كولو د خواهش څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : ریل رش