ځوانانو ته اعلٰی تعليمي آسانيې وركولو سره به پاكستان د پرمختلليو هېوادونو په صف كښې شامل شي

image

پیښور 08 مارچ (اے پي پي) كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي ځوانانو ته اعلٰی تعليمي آسانيې وركولو سره به پاكستان د پرمختلليو هېوادونو په صف كښې شامل شي٬د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشرتابه د مدبرانه پالېسو په نتيجه كښې په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې ٬حكومت وړيا لېپ ټاپ سكيم معرفي كوي٬د دې څخه به ټول زده كوونكي استفاده وكړي٬هېواد ته د تحقيق كوونكو ضرورت دې۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پېښور په حيات آباد كښې د آئي اېم سائنسز د ريسرچ اينډ سېمينار بلاكس پرانستې دستورې ته د خاص مېلمه په توګه د خپلې وېنا په مهال وكړی۔احسن اقبال ووئيل پنځه كاله وړاندې كله چې مونږ اقتدار ته راغلو نو لا قانونيت وو٬ترهه ګري وه او د امن او امان صورتحال سره مخ وو خو زمونږ مشرتابه په ترهه ګرۍ قابو وموندلو او هېواد د پرمختګ په لار روان شوې۔ده ووئيل په تېر وخت كښې واكمنو يوازې د امريكې څخه د اېف 16 ټېكنالوجۍ ترلاسه كولو ته پام كړې بايد مونږ د امريكې څخه لوړو زده كړو ترلاسه كولو ته پام وكړو۔ده ووئيل كوريا٬چين او نورو هېوادونو د امريكې څخه تعليمي ماډل ترلاسه كولو سره خپل هېوادونه پرمختګ ته ورسول۔وفاقي وزير ووئيل حكومت د وړيا لېپ ټاپ وركولو سكيم معارفي كوي او د دې څخه به ټول استفاده وكړی شي٬ده ووئېل مونږ افغان زده كوونكو ته هم تعليمې آسانې وركوو چې دغسې دوي نه يوازې د خپل هېواد خذمت وكړی شي بلكې د پاكستان او افغانستان اړيكې مستحكمې شي او دواړه هېوادونه د منطقې امن لپاره په ګډه كار وكړي۔ده ووئيل هېواد ته د رټه لګوونكو نه د تحقيق كوونكو ضرورت دې ځكه بايد ټولې ادارې د تحقيق څانګې ته خاص پام وكړي۔دستورې ته د آئي اېم سائنسز جوائنټ ډائرېكټر عثمان غني هم وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن