پاكستان شريك پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د سوله ايزې او په شريكه توګه د مربوطې منطقې خپل وژن ېاندې عمل كوي٬سوله ايز او مستحكم افغانستان د منطقې اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم دے

image
APP58-12 ISLAMABAD: March 12 – Foreign Minister of Iran Dr. Javad Zarif calls on Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi at PM Office. APP

اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي پاكستان شريك پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د سوله ايزې او په شريكه توګه د مربوطې منطقې په خپل وژن عمل كوي٬سوله ايز او مستحكم افغانستان د منطقې اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم دې۔ايران سره دوه ړاخيزه تجارت٬سرمايه كاري او د تجارتي روابطو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د اقتصادي مرستې قوي كولو خواهش لرو۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د ايران خارجه وزير ډاكټر جواد ظريف سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔د ملاقات پھ مهال دواړو مشرانو د دوه اړخيزه اړيكو په قوي كولو او پھ منطقه كښې د امن او سلامتيا په چارو خبرې وكړې۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان او ايران ترمينځه تر كال 2021 د دوه اړخيزه تجارت حجم 5 اربه ډالرو ته رسولو لپاره به په ګډه اقدامات كول وي۔وزيراعظم سيمه ايز اقتصادي استحكام لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه د روابطو په زياتولو زور راوړو۔وزيراعظم د پاكستان ايران ګاز پائپ لائن پروژې ته عملي شكل وركوولو لپاره د پوخ عزم څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ووئيل پاكستان شريك پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د سوله ايزې او په شريكه توګه د مربوطې منطقې په خپل وژن عمل كوي٬سوله ايز او مستحكم افغانستان د منطقې اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم دے او دې مقصد لپاره د ګاونډي هېوادونو په توګه پاكستان او ايران مهم كردار ترسره كولې شي۔۔ايران سره دوه ړاخيزه تجارت٬سرمايه كاري او د تجارتي روابطو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د اقتصادي مرستې قوي كولو خواهش لرو۔د ايران خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه روابطو ستائنه وكړه او وې وئېل دې سره اقتصادي او اولسي روابط زيات شوي او د لا زياتولو ضرورت لري۔ده د بارډر منيجمنټ پھ لړ كښې د پاكستاني اقداماتو ستائنه هم وكړه۔ډاكټر جواد ظريف د پاكستان په درې ورځنۍ دوره راغلې۔هغه به د پاكستان خارجه وزير نورو ا ړوندو وزيرانو او اعلٰی پوځي او سول چارواكو سره هم ملاقاتونه كوي

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ