اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي)د پاكستان حكومت ايئر مارشل مجاهد انور خان د پاك فضائيې نوې مشر غوره كړې۔ په 23 دسمبر 1962 زېږېدلي ايئر مارشل مجاهد انور خان د پاكستان په ايئر فورس جي ډي پي برانچ كښې په دسمبر 1983 كښې كمېشن ترلاسه كړو او د پي اے اېف اكېډمۍ اصغر خان څخه د اعزازي شمشير٬بيسټ پائلټ ټرافۍ او د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن كمېټۍ ګولډ مېډل حقدار وګرځولې شو۔د خپل سپېځلي كيريئر په مهال ده د يو فائټر سكواډرن٬يو ټېكټيكل اټك ونګ٬ F.16 دوه ايئر بيسز او ريجنل ايئر كمانډ مشري كړې۔ دے يو كواليفائيډ فلائنګ انسركټر سره سره كمبيټ كمانډر سكول٬كمانډ اينډ سټاف كالج اردن٬ايئر وار كالج فيصل او نېنشل ډيفنس يونيورسټي اسلام آباد څخه فارغ التحصيل دې۔ ده د چيف آف دي ايئر سټاف پرسنل سټاف آفيسر٬ اسسټنټ چيف آف دي ايئر سټاف(آپرېشنز)ډپټي چيف آف دي ايئر سټاف(آپرېشنز)او ډائرېكټر جنرل سي فور آئي په توګھ هم وظيفه ترسره كړې۔دے نن سبا په ايئر هېډكوارټر اسلام آباد كښې د ډپټي چيف آف دي ايئر سټاف(سپورټ)په توګه او ډائرېكټر جنرل ايئر فورس سټريټېجك كمانډ خذمات ترسره كوي۔ ده د خپل كيريئر په مهال بېلې تربيتي او جنګي الوتكې پاڅولې دي چې پكښې MFI-17 ٬ T-37 ٬ F-5 ٬ F-6 او F -16 شامل دي۔ده ته په پاك فضائيه كښې د شاندار خذماتو په اعتراف كښې هلال امتياز(ملټري) ٬ ستاره امتياز(ملټري) او تمغه امتياز (ملټري)وركړې شوې۔