پاك پوځ د كومې این آر او سره هيڅ تعلق نه لري او نه د 18م بدلون خلاف دے

image

پةنډۍ 28 مارچ (اے پی پی) د پك پوځ وياند میجر جنرال آصف غفور وئيلي دي پاك پوځ د كومې هم این آر او سره هيڅ تعلق نه لري او نه د 18م بدلون په خلاف دے، سر لښكر غواړي چې پاکستان كښې هغه امن راشي كوم چې د ټول پاکستانیان غواړې او هم دغه د باجوہ ډاکټرائن دے، ټاكنې كول او د هغې ټائم فریم آئین كښې شته، د ټاكنو اعلان به الیکشن کمېشن له كول وي او په دې كښې د ټولو وګړو کردار دے، د ټاكنو په اړه به هر هغه كار كولې شي كوم چې د آئین ترمخه وي، غیر مستحکم پاکستان د هند په ګټه نه دے، كه مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ نه ؤ كړې او القاعدہ له مو ماتې نه ؤ وركړې نو دا خطر به تر هند رسيدلې ؤ، بايد هند زمونږ مننه وكړي، كه هند څه ډول مهم جوئی وكړه نو سخت ځواب به وركولې شي، پاکستان د 1982 راهسې سعودی عربستان سره د پوځي مرستې لوظنامه لري چې ترمخه ئې پوځ لېږلې كېږي، د پارلمان قراراد ؤ چې د یمن په ضد به پوځ نه لېږو نو پوځ ونه لېږلې شو، كه پوځ لېږل وي نو د حکومت په منظورۍ به كېږي، د نن کراچۍ د 2013 کراچۍ څخه زياته بهتره ده، نن پھ كراچۍ كښې د شټر ډاؤن هړتال کوم تصور نشته،استخباراتي ایجنسیو د ترهه ګرو 7 نیټ وركس او 16 ځانمرګي بريد كوونكې نيولې دي چې پكښې 9افغانیان شامل دي۔ده د شورو پھ ورځ آئی اېس پی آر كښې میډیا ته بریفنګ وركولو۔د آئی ایس پی آر ډی جی میجر جنرال آصف غفور ووئيل هند په 2017 كښې پھ لائن آف کنټرول تر ټولو زياتې خلاف ورزی كړې ، د روان كال پھ وړومبو درېو مياشتو كښې هم د جنګ بندۍ خلاف ورزیو 948 پېښې رامخې ته شوي، بايد دا سلسله ختمه كړې شي، ده ووئېل كه هند څه ډول مهم جوئی وكړه نو سخت ځواب به وركولې شي۔ د آئی ایس پی آر ډی جی ووئيل هند كښې زمونږ د سفارتکارو سره غیر مناسب سلوک كېږي۔ مونږ يو ذمه وار هېواد يو خو زمونږ د امن خوښي دې هند زمونږ كمزوري ونه ګڼي ۔ جنرال اصف غفور ووئيل د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ ټوئټ سره پھ شريكو اړيكو اغيز پريوتې، په دې كښې هيڅ شك نشته چې امریکا سپرپاور دے خو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان په مرسته امریکا سپر پاور جوړ شوې۔ ده ووئيل تر ټولو وړومبې چيلنج د پاکستان لپاره سی پیك دے، سی پیك څخه به ټوله سيمه ګټه پورته كړي او دا كاميابول غواړو، ده ووئېل د پاکستان سيمه كښې د امن کردار ته په مثبت انداز كتل غواړي، غواړو چې د پاکستان کامیابیو څخه نور هېوادونه هم مستفید شي او پاکستان سره په مثبت ډول كار وكړي۔ میجر جنرال آصف غفور ووئيل د سعودی عرب سلامتیا خطر سره مخ شوه نو هغوي نور پوځ وغوښت، د پاکستان پوځ به نه يواځې د سعودی عرب سرحدی حدونو كښې دننه وي بلكه د ایران په ضد د څه ډول عمل برخه به نه ګرځي۔ده ووئيل سر لښكر د سری لنکا، افغانستان، المان ، برونائی دارالسلام او ملائیشیا کامیابې دورې هم كړې۔ د سرلښكر د ایران دورې سره اړيكې لا ښه شوې او د دواړه هېوادونو سرحدی انتظام په اړه هم پیشرفت شوې ، ده ووئېل د پاك ایران په پوله د دوو کراسنګ پوائنټ پرانستلو په اړھ هم خبرې شوي۔ ده ووئيل د پاکستان ټولې ادارې خپل خپل كار كوي۔ هېواد هغه وخت پرمختګ كوي كله چې ټولې ادارې خپل خپل كار كوي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې د امن وضعه ښھ شوې، تيرو ورځو كښې سرلښكر تربت ته تللې ؤ، هلته ئې يوه شو هم كړې وه چې پكښې 10 زره وګړو د شپې وخت ګډون كړې ؤ۔ ده ووئيل د 8 مياشتو راهسې پوځ بلوچستان ته پام لرنه كوي، د ردالفساد له مخې عمليات كېږي، بلوچستان د اوبو ، برېښنا او رابطو په شان درې لويو مسئلو سره مخ دے په كومو چې د بلوچستان حكومت تندۍ سره كار كوي۔د پاك پوځ وياند ووئيل په ټولو استخباراتي ایجنسو وياړ لرو۔ تيرو 10 نه 15 كلونو په مهال استخباراتي ایجنسو ښه کردار ترسره كړې۔ آئی ایس آئی، ایم آئی او آئی بی پشمول د نورو ادارو پھ هلو ځلو نن پاکستان كښې امن راغلې۔ ده ووئيل سرلښكر چې كله د پنجاب وزیراعلیٰ شهباز شریف سره ملاقات وكړو نو دا خبرونه به رامخې ته كيدل چې وزیراعلیٰ 72 ساعتو كښې دوه وارې ملاقات كړې شاید کومه این آر او كېږي، په دې مهال كوم ملاقات نه دې شوې، دې څخه وړاندې چې كله په پاك افغان پوله ښاردار تار لګولې كېدو نو د پنجاب وزیراعلیٰ سرلښكر سره تيلي فوني تماس ونيولو نو او هغه ته ئې ووئيل چې ښاردار تار لګولو له د پنجاب حکومت د اړخه فنډز وركول غواړو، ده ووئېل كه د دې تاثر وركولو هڅه كېږي چې پھ پټه كوم ملاقات شوې نو دا غير ذمه واره خبره ده۔ سرلښكر د میډیا نمائندګانو سره ملاقات پھ اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل جنرال باجوہ سره اینکرانو ملاقات آف دی ریکارډ كړې ؤ چې پكښې ځينې كسان موجود نه وؤ، بيا هم هغوي په دې آرټیکلز ليكلې ؤ۔ كه كوم باجوہ ډاکټرئن شته نو هغه د امن بحالولو دے ځكه چې سرلښكر خواهش لري چې پاکستان كښې امن وي۔ وياند ووئيل د نقیب اللہ محسود د قتل کیس عدالت كښې روان دے، په دې مقدمه كښې ككړ پخوانې اېس اېس پی راؤ انوار سپریم کورت ته وړاندې شوې ، بايد د نقیب محسود د قتل ذمه وارو له د قانون له مخې سزا وركړې شي، په دې معامله زيات شور د افغانستان د اړخه پورته كړې كېږي

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔