د منطقې پرمختګ او خوشحالې لپاره به سيمه ايزو هېوادونو ته د افغانستان مرستې لپاره راوړاندې كېدل وي. د نړيوالو چارو پوهان ډاكټر قمر چيمه او نوخېز ساهي

image

اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي﴾ د نړيوالو چارو پوهانو ډاكټر قمر چيمه او نوخېز ساهي وئيلي دي د نړۍ لخوا د افغانستان لنډ مهاله حكومت زر تسليمول ممكن نه دي، د منطقې امن د افغانستان استحكام سره تعلق لري، د منطقې پرمختګ او خوشحالې لپاره به سيمه ايزو هېوادونو ته د افغانستان مرستې لپاره راوړاندې كېدل وي، پاكستان په ټوله نړۍ كښې د افغانستان په حالاتو تر ټولو زيات او غوره وكالت كړے، وزيراعظم عمران خان پرله پسې امريكې او لوېديځو هېوادونو ته وائي چې په افغانستان كښې دې د انساني بحران مخ نيوي لپاره خپل ذمه وار كردار ترسره كړي. د شورو په ورځ د پي ټي وي په پروګرام كابل آور كښې په خپلو خبرو كښې ډاكټر قمر چيمه ووئيل د نړيوال بېنك لخوا افغانستان لپاره د يو ارب ډالرو د مرستې پېكج اعلان ښه اقدام دے، دې سره به په افغانستان كښې د تعليم، روغتيا او د كركيلې څانګې ستونزې حل كولو له مرسته تر لاسه شي. ده ووئيل په افغانستان كښې د خوراك نړيوال پروګرام پشان اقدامات د انساني بحران مخ نيوي لپاره ډېر مهم دي. ده ووئيل د افغان طالبانو په رويو كښې مثبت بدلون راغلے. په دې وخت كښې د افغانستان لنډ مهاله حكومت د اولس ستونزې حل كولو لپاره نړۍ سره د روابطو زياتولو بشپړه اقدامات كوي خو افغان اولس ته به هم خپل سباٶن لپاره ډېر څه كول وي.ده ووئيل په افغانستان كښې د ناامنۍ تر ټولو زيات خطر پاكستان ته دے۔نړۍ ته په افغانستان كښې امن لپاره د ذمه وار كردار ترسره كولو ضرورت دے۔په دې موقع نوخيز ساهي ووئيل په افغانستان كښې امن وي نو په ټوله منطقه كښې به استحكام راشي۔د منطقې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په افغانستان كښې امن ضرورې دے۔نړۍ اوس د افغانستان د لنډ مهاله حكومت منلو ته چمتو نه ده٬دې لپاره د سيمه ايزو هېوادونو كردار مخ په زياتېدو دے۔پاكستان٬روسي او د چين پشمول نورو هېوادونو ته به د افغانستان مرستې لپاره راوړاندې كېدل وي۔نوخيز ساهي ووئيل سيمه ايزو هېوادونو د افغانستان صورتحال ته پام كړے٬وړاندې هم يو شمېر مهمې غونډې شوې۔د روانې مياشتې په پاې كښې به په چين كښې د افغانستان اوسنو حالاتو په اړه يوه مهمه غونډه كېږي۔ده ووئيل د افغانستان لنډ مهاله حكومت د امريكې٬او نړيوالې ټولنې غوښتنې پوره كولو لپاره اقدامات كوي۔تعليمي ادارې هم پرانستلې شوي۔د خلقو لخوا هم د افغانستان په لنډ مهاله حكومت باور زياتېږي٬امريكې ته څنګه اعتماد پكار دے چې د افغان دولت ټولې معاملې حل كړې شي۔ده ووئيل يوازې په مرسته به د افغانستان ستونزې حل نه شي٬نړۍ ته به د افغانستان لنډ مهاله حكومت سره روابط زياتول وي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو لخوا د يو ارب ډالرو مرسته بايد نيغ په نيغه افغان دولت سره وشي۔

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں