پیغمبر اسلام حضرت محمدؐ د ټول انسانیت لپاره د بشري حقونو ابدي پیغام وركړے ۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي

image

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بشري حقونو په نړيواله ورځ په خپل پیغام كښې وئيلي دي پیغمبر اسلام حضرت محمدؐ د ټول انسانیت لپاره د بشري حقونو ابدي پیغام وركړے۔ اسلام د بشري حقونو علمبردار دے، پاکستان كښې هر وګړي ته يو ډول حقونه ترلاسه دي۔ده ووئيل بنیادي بشري حقونه وركول د مهذبه ټولنو پیژندګلي ده۔ د كورنيو چارو وزير په دې خبره زور راوړو چې د وګړو د بنیادي حقونو تحفظ د ریاست ذمه واري وي، پاکستان كښې ټولو اقلیتونو ته مذهبی آزادی ترلاسه ده او حکومت د بشري حقونو تحفظ له لوظي دے، په نن ورځ به مونږ له د هر وګړي د حقونو تحفظ لپاره د عزم پخلے كول وي۔

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں