د پوليو په شمول د ټولو رنځونو ويكسين هر كوچني ته رسول به باوري كولې شي: ډاكټر مختار احمد بھرتھ

image

اسلام آباد۔11دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د روغتيا کوآرډینیټر ډاکټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي د پوليو په شمول د ټولو رنځونو ويكسين هر كوچني ته رسول به باوري كولې شي، حكومت به كوچنيان متعدي رنځونو څخه ساتلو له ټول وسائل كاروي۔ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا هدايت ده د شورو په ورځ په خپله مشرۍ كښې د ماشومانو وېكسين پروګرام بهترۍ له د سټېرنګ كمېټۍ په اولنۍ غونډه كښې وكړو۔ په غونډه كښې فېډرل سېکرټری هېلتھ ٬ ډی جی ډبلیو اېچ او ، د یونېسف مشرانو ٬ د سي ډي سي سټېرېټېجک اېډوائزر او د څلورو واړو صوبو ډي جي هېلتھ ګډون وكړو۔ غونډې ته د حفاظتي ټيكو قامي پروګرام او پوليو پروګرام په اړه بريفنګ كښې ووئيل شوg چې د روان كال په مهال رپوټ شوو د پوليو كېسونو كښې 60 فيصده كوچنيانو ته د روټین امیونائزېشن كوم وېكسين نه دي وركړې شوي چې له امله يۍ په كوچنيانو كښې د مرض شدت ليدلے شوے۔ په غونډه كښې ډاكټر مختار احمد بھرتھ په دې لړ كښې د روغتيا وفاقي او صوبائي چارواكو ته د سمدستي ګامونو پورته كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د پوليو په شمول د ټولو رنځونو وېكسين دې هر كوچني ته رسول باوري كړې شي٬ حكومت به كوچنيان متعدي رنځونو څخه محفوظ ساتلو له ټول وسائل كاروي۔ ده ووئيل حكومت ګرد هېواد څخه د پوليو ختمولو عزم كړے او دې لپاره فعاله ګامونه پورته كول باوري كولې شي۔ ډاکټر مختاراحمد بھرتھ ووئيل مونږ به د ټولو اقداماتو څارنه پخپله كوؤ۔

مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں