د پاكستان د مؤسس قائد اعظم محمد علي جناح د زيږيدنې ورځ ولمانځلې شوه

image

اسلام آباد۔ 25 دسمبر (اے پی پی) د پاكستان د مؤسس قائد اعظم محمد علي جناح (رح) 148مه د زېږېدنې ورځ په 25 دسمبر د شورو په ورځ ګرد هېواد كښې قامي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه۔ په دې موقعه د فيصل آباد په شمول په ټولو وړو لويو ښارونو كښې د سركاري او غېر سكاري تنظيمونو ٬ پاكستان مسلم ليګ ٬ تحریک پاکستان ورکرز ټرسټ، نظریه پاکستان فاؤنډېشن، مرکزیه مجلس اقبال او نورو تنظيمونو تر سيوري لاندې دستورې ٬ سيمينارونه ٬ مذاكرې او مباحثې وشوې۔ د ورځې مناسبت سره په وفاق او صوبائي سرښارونو كښې د توپو سلامي وكړې شوه۔ په كراچۍ كښې په مزار قائد د ګارډ د بدلون دستوره وشوه ۔ قائد اعظم په 25 دسمبر 1876 كراچۍ كښې زېږېدلے ؤ۔ د پلار نامه يۍ جناح پونجا وه۔ قائداعظم ابتدائي تعليم په كال 1882 كښې پېل كړو۔ په كال 1893 كښې لوړو زده كړو له انګلستان ته روان شو۔ په كال 1896 كښې يۍ د بېرسټرۍ امتحان پاس كړو او هېواد ته راستون شو۔ په كال 1906 كښې ممبئی هائی کورټ سره د يو اېډووكېټ په حېث منسلك شو۔ په كال 1912 كښې هغه د مسلم ليګ په كلكته كښې كېدونكې كلنه غونه كښې د خصوصي مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په كال 1913 كښې مسټر ګوکھلے سره انګلستان ته لاړو او بېرته راتللو سره په مسلم ليګ كښې شامل شو۔ په كال 1926 كښې يۍ هندومسلم اتحاد لپاره نوې فارمولا وړاندې كړه كومه چې كانګريس منظوره نه كړه۔ په كال 1929 كښې يۍ د مسلم ليګ په نوي ډيلي كښې شوې غونډه كښې د 14 نكاتو اعلان وكړو او په باضابطه توګه يۍ د جلا وطن ترلاسه كولو له ستړې پېل كړې۔ د ده د ځانګړي همت ٬ حوصلې ٬ خوارۍ او نورو يو شمېر صفاتو له امله خلكو دا وئيل پېل كړل چې قائد اعظم به يوه ورځ لوے نوم پېدا كړي۔ هغه په 14 اګست 1947 دغه تصور درست ثابت كړو۔ د پاكستان مؤسس په 11ستمبر 1948 د شپې پو باندې 10 بجې په حق ورسېد۔ د قائداعظم د زېږېدنې ورځې په موقعه بېلو ښارونو كښې دستورې وشوې۔ په دې موقعه په الېكټرانك ميډيا د خصوصي پروګرامونه او په پرنټ ميډيا د خصوصي مضمونو خپرولو اهتمام وكړے شو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں