پاکستان كښې به ميرمنو له د هېواد په پرمختګ كښې ښه کارکردګي او کردار ترسره كولو له مساوي موقعې وركولې شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

image

لاهور 22 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ورکنګ وومن د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې کردار ستائلو سره د دې عزم پخلے كړې چې پاکستان كښې به ميرمنو له د هېواد په پرمختګ كښې ښه کارکردګي او کردار ترسره كولو له مساوي موقعې وركولې شي۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ورکنګ ويمن قومي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئيل د ورکنګ ويمن په قومي ورځ مونږ د خپلې ټولني تعمير او د هېواد معاشي پرمختګ مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاکستان ميرمنو مهم کردار او شرکت ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ميرمني زمونږ د آبادۍ نيمه برخه ده او د هېواد سباؤن په جوړو كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي، لكه څنګه چې زمونږ د قوم باني قائد اعظم محمد علي جناح فرمائيلي ؤ چې ’’کوم هم قوم تر هغه وخت پرمختګ نه شي كولې تر څو چې ميرمني د هغې په شا ولاړي نه وي،نن مونږ د دې عزم پخلے كوو چې پاکستان كښې ميرمنو له به د هېواد په پرمختك كښې ښه کارکردګي او کردار ترسره كولو له مساوي موقعې وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل ميرمني د تعليم او صحت څانګو نه تر کاروبار او عوامي خذمت رسني بېلو څانګو كښې په قائدانه چوكو په زړه پوري خذمات ترسره كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د ميرمنو مهم کردار منلو سره حکومت کار كونكو ميرمنو مرستي لپاره ځيني اقدامات کړې دي،چې پكښې ميرمنو كښې کاروباري صلاحيت ته ودي وركولو لپاره ځوانانو له د سود نه غير قرضو وركول ، د ميرمنو د تعليم او لوبو پرمختګ لپاره انډومنټ فنډ جوړول شامل دي،د ميرمنو دوه ځائيزو ذمه وارو كښې د هغوي مرستي لپاره په ادارو كښې ډے کيئر مرکزونو جوړول د هر ادارے لپاره لازمي ګرځولې شوي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د ميرمنو مهارت او قابليت زياتولو له خصوصي تربيتي پروګرام هم پېل كړې،دغسې چې هغوي خپلواكه كړې شي او سرکاري او نجي ادارو كښې په اعليٰ چوكو فائز شي۔وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت د يو داسې سباؤن لپاره كار كوي چرته چې ميرمنو لپاره تر اعليٰ چوكو رسنه معمول جوړ شي۔وزير اعظم ووئيل راځئ چې كار كونكو ميرمنو ته پېښو چيلنجونو مخنيوي لپاره يو داسې ماحول وركړو چرته چې هغوي پرمختګ وكړي،د هغوي صلاحيتونه كارولو سره دا خبره باوري كړو چې ميرمني د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم کردار ترسره كړي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں