لاهور 22 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چې 9 مئي د نه قبلولو او نه بخښلو جرم دے، ماسټر مائند له به هم سزا وركولې شي،ترهه ګري او مذاکرات په يو ځائې نه شي كيدے ،د سياست په نوم په هېواتد كښې ترهه ګري به زغملے نشي، اختلاف کول دي نوو سياستمدارو سره دې وكړي ، شهيدانو سره ولي ؟ پي ټي آئي د هېواد دفاع او سلامتيا ته زيان رسولو هڅه كړي،د مسلم ليګ (ن) په دور كښې عمر له پرمختك شوي،د برېښنا په بلونو 95 اربه روپۍ سبسډي وركړې شوي ، حلقه كښې پرمختيائي كارونه به پېل كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ لاهور كښې يوې اولسي غونډي ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د مسلم ليګ (ن) لارښود مياں عمران جاويد او رانا صفدر پشمول ګڼ شمير كسان موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل 9 مئي د تاريخ يوه توره ورځ ده، پي ټي آئي د هېواد سلامتيا او دفاع ته د زيان رسولو هڅه كړي، د سياست په نوم هېواد كښې بريدونه شوي، يو نالائق تن د هېواد د دښمنۍ ثبوت وركولو سره آئي اېم اېف ته خط ليكلې چې د پاکستان مرسته ونه كړئ،د هېواد په سلامتيا بريدونه به قبلولې نشي ، سياسي ترهه ګرۍ نه چليږي، پاکستان وي نو مونږ به يو۔ده ووئيل تيره ورځ يوه لويه ورځ وه ، سانحه 9 مئي كومه چې زمونږ په تاريخ کښې يوه توره ورځ ده ، هغې كښې ككړ 25 مجرمانو له سزاګاني وركړې شوي،دغه كسانو د شهيدانو يادګارونه ويجاړ كړي، هغه عظيم شهيدان كومو چې د هېواد لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي ،د هغوي بے حرمتي شوي،د هېواد په دفاعي تنصيباتو بريدونه كولو سره د هېواد سلامتيا ته د زيان رسولو هڅه شوي۔ وفاقي وزير مخاطب كيدو سره ووئيل سياست دي وكړئ هغه څوك د سياست څخه منع كوي خو د سياست تهذيب و تمدن په دائره كښې پاتي كيدو سره دې وكړي ، سياسي اختلاف کول دي نو د سياستمداررو سره دې وكړې،شهيدانو سره د هغه څه دښمني ده؟، د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل يوي انتشاري ډلي سياسي ګټو لپاره د خپل هېواد په ضد سازش كوي، 9 مئي فتنه خپرونكې ډلي په خپل هېواد بريد كړې او د هېواد دفاع کمزورې كولو هڅه ئې كړي،كوم كار چې دښمن هم نه ؤ كړې هغه دوي وكړو،د شهيدانو مجسمو ته اوور لګولې شوي ، يادګارونه وېشتلے شوي ، 9 مئي پېښه د تاريخ تور باب دې د كوم ماسټر مائنډ چې د پي ټي آئي باني چيئرمېن دے۔ده ووئيل دا هېواد د ټولو دے او سياست دې نه پس دے،هر څنګه چې هم سياسي معاملات وي،مونږ به د هېواد د عزت او سلامتيا خيال ساتو۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي دور حکومت كښې نالائق ډلې هېواد ديواليه كړې،ملګري هېوادونه مرور كړې شوي ؤ، آئي اېم اېف ئې د مرستي كولو څخه منع كړې ؤ،مونږ د خپل سياست پروا کولو نه غير نه يواځي هېواد ديواليه كولو څخه بچ كړې بلکه د هېواد معيشت په سم پلو روان كړې شوي۔عطاالله تارړ ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف مدبرانه قيادت كښې نن د هېواد معيشت كښې ښه والې راغلې،د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل اسټاك ايکسچينج يو لاکھ پوائنټس څخه تجاوز کړې،د ګرانۍ شرح كمه شوي او تر 4 فيصده ته راغلې، ترسيلات زر 8.8 اربه ډالر ته رسيدلې، شرح سود كښې ښكاره كمې راغلې، زرمبادله ورځ په ورځ زياتيږي، راتلونكو كښې به نور زيري ترلاسه شي۔ده ووئيل د هېواد معيشت ښه والي له د پاك پوځ مشر هم خپل كردار ترسره كړې،مرور ملګري پخلا كړې شوي، بهرني سرمايه کارو په هېواد كښې د سرمايه کارۍ عنديه راكړې كوم چې په حکومت د باور څرګندونه ده۔ وفاقي وزير ووئيل د اولسي مسئلو څخه خبر يو،اولس به مايوسه نه كړو ،ټول هېواد كښې پرمختيائي پروژي پېل شوي د كومو ميوي به چې اولس ته په لاس ورشي۔عطاالله تارړ ووئيل مونږ د خبرو ا ترو قائل يو، مونږ يساسي كسان يو ، مونږ خبري اتري كول پيژنو او غواړو هم خو چرته چې سياسي ترهه ګري وي ،چرته چې د سياست په نوم په هېواد بريدونه كېږي،دا نه شو زغملے۔ ده ووئيل زمونږ قائدينو هم د خدمت په سياست باور لرلو،د هغه خدمت جذبے ترمخه د برېښنا بلونو كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف 50 اربه او د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز 40 اربه روپۍ سبسډي وركړې دغسې چې د اولس بلونه كم شي،اوس ونټر پيکيج راوړې شوي،د برېښنا بلونه به نور هم كم شي۔ وفاقي وزير ووئيل دا حلقه به ډير زر يوه مثالي حلقه جوړه شي،هېواد به هم پرمختګ كوي،دا حلقه به هم پرمختګ وكړي او د اولس مسئلې به حل شي۔په آخر كښې وفاقي وزير شعر اټھ باندھ کمر کيا ډرتا هے،پھر ديکھ خدا کيا کرتا هے وئيلو سره ووئيل چې كوم هم كار كښې نيك نيتي وي نو د لوے څښتن مرسته هم هغې كښې شامليږي، مونږ به هېواد يو معاشي قوت جوړوو او دا خواب به ډير زر پوره شي۔