وزيراعظم شهباز شريف د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زيد النهيان سره ملاقات،دوه اړخيزه اړيكي له قوي كولو ته سلا

image

رحيم يار خان 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اتوار په ورځ په رحيم يار خان كښې د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زيد النهيان سره ملاقات کړې۔ په ملاقات كښې د پاکستان د پرمختګ په مزل كښې د متحده عرب امارات د مهم کردار ستائنه وشوه او اقتصادي مرستي ، سيمه ايز استحکام، موسمياتي بدلون او په نړيواله كچه شريكو ګټو ته ودي وركولو پشمول په ګڼو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د وزيراعظم آفس پرېس ونګ له مخې د ملاقات په مهال دواړه لارښودو اقتصادي، سياسي او كلتوري اړيكو ته لا ودي وركولو لپاره د شريك عزم څرګندونه وكړه۔ دوي په دې ېمهال اقتصادي مرستي ، سيمه ايز استحکام، موسمياتي بدلون او په نړيواله كچه شريكو ګټو ته ودي وركولو پشمول په ګڼو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان د پرمختګ په مزل كښې د متحده عرب امارات مهم کردار وستائلو۔وزيراعظم د تجديد وړ توان ، ټيکنالوجي، بنيادي ډھانچے تعمير او تجديد، ځوانانو صلاحيتونو او پيشه وره تربيې او تجارت په شان څانګو كښې مرستي زياتولو له د پاكستان په عزم زور راوړو۔ د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زيد النهيان د پاکستان سره د کان کني، معدنيات او زراعت په څانګو كښې مرسته كښې د متحده عرب امارات خوښي رامخې ته كړه۔ده د پاکستان معيشت مستحکمولو له د وزيراعظم شهباز شريف د متحرك قيادت ستائنه وكړه۔ده په دې خبره زور راوړو چې دې نوي اقتصادي قوت دوه اړخيزه سرمايه کاري او د مرستي زياتولو امکانات پيدا کړې دي۔د متحده عرب امارات صدر د پاکستان سره د خپله پخوانۍ شراکت داري زياتولو لپاره د د متحده عرب امارات د عزم پخلے وكړو،د اولس ترمينځه رابطي او شريكي سوكالۍ په اهميت زور راوړې شو۔ وزيراعظم شهباز شريف په مشکل وخت او په خاص توګه د اقتصادي مرستي په لړ كښې د متحده عرب امارات په غير متزلزل حمايت د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زيد النهيان مننه وكړه۔ دواړو لارښودو سيمه كښې امن او پرمختګ لپاره د خپل عزم پخلې كولو سره د شريكي خوښي په چارو په ګډه د كار كولو زور راوړو۔په دې مهال د دواړو هېوادونو روښانه سباؤن باوري كولو له په خاص توګه په ترجيحي څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو د شريك عزم پخلے وشو۔

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں