د روس او پاكستان ترمينځه تجارتي حجم 1 ارب ډالرو څخه زيات شوے ٬د دواړو هېوادونو ترمينځه مرستې ته لا ودې وركولو له پارليماني مرستې ته اړتيا ده۔د روس فېډرېشن كونسل سپيكرې ویلنټینا آئی مټوینکو د سېنېټ غونډې ته خاص وينا

image

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د روس فېډرېشن كونسل سپيكرې ویلنټینا آئی مټوینکو وئېلي دي د روس او پاكستان ترمينځه تجارتي حجم 1 ارب ډالرو څخه زيات شوے ٬د دواړو هېوادونو ترمينځه مرستې ته لا ودې وركولو له پارليماني مرستې ته اړتيا ده٬زمونږ اهداف او هڅې په زړه پورې مشابهت لري٬ضروري ده چې مونږ زر تر زره شريكې هڅې هم پېل كړو٬مونږ د خپلو هېوادونو او اولس د ګټې په خاطر د پاكستان او روس ترمينځه مرستې ته ودې وركولو له په كار روان ساتلو باور لرو۔د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې ته خاص وينا كښې دې ووئيل زه د خپل پلاوي د اړخه په مېلمستياﺀ كولو او هركلي كولو او د دې نه پس سېنېټ ته د وينا كولو موقع راكولو مننه كوم٬دا زما لپاره لويې اعزاز دے٬وه يو ځل بيا پاكستان ته په راتګ خوشحاله شوې يم٬دې ووئيل زه باور لرم چې د روس فېډرېشن وزيراعظم ميخامل ميشوسټن اوسنۍ دوره او زمونږ د پلاوي دوره به د روس او پاكستان ترمينځه مرستې زياتولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔دواړه هېوادونه خپلو كښې قوي او تاريخي اړيكې لري٬په مشكل وخت كښې هم ماسكو او اسلام آباد رابطې ساتلي٬دا خبره د اطمينان وړ ده چې په نړيواله ايجنډا په زياترو چارو زمونږ نقطه نظر يووالے لري٬دواړه هېوادونه د افغانستان مسئلې حل كولو او د سوئېلي آسيا سلامتيا باوري كولو له خوښي لري۔ دې ووئېل زه باور لرم چې مونږ به نړيوالې سلامتيا او د استحكام په خلا كښې د وسلو د استعمال مخ نيوي د كيميائي او زهريلي وسلو ممانعت٬د غېر قانوني بندېزونو حوصله ماتولو او د لوبو پشمول په ټولو څانګو كښې مرستې او چارې په سياسي ډول حل كولو ته اتفاق برقرار اوساتو۔روس او پاكستان په نړيوالو چارو د ملګرو ملتونو مركزي رابطه كار په حېثيت سره قوي كردار ته پرله پسې وده وركوي۔دې ووئيل په دې لړ كښې مونږ 26-2025 لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د پاكستان د انتخاب هركلے كوو۔پاكستان په اتلسم ځل د ملګرو ملتونو په غېر مستقل چوكۍ منتخب شوے كوم چې د اسلام آباد د ملګرو ملتونو د منشور د اصول او روح سره د تړون ثبوت دے۔زه باور لرم چې د سلامتي كونسل جوړېدو او د نړيوال امن او سلامتيا ترلاسه كولو او د بېلو نړيوالو مسئلو په حل كښې د پاكستان اولس او قيادت مرسته به ښه ثابت شي۔ دې ووئېل د نړۍ په ځينو هېوادونو كښې د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې د پاكستان فعاله ګډون د دې خبرې ثبوت دے۔دې ووئيل د پاكستان سېنيټ د دې اقدارو سره په بشپړه توګه اتفاق كوي او په نړيواله كچه دې له د عملي شكل وركولو خوښي لري۔زمونږ دا خواهش دے چې بين الپارليماني يونين او د آسيا پارليماني اسمبلۍ پشمول په ګڼو فورمز رابطې قوي وي۔دې ووئيل د پارليماني فرينډ شپ ګروپ فارميټس سره سره د خپل پارليمنټ د خصوصي كمېټو د لارې مرستې ته د ودې وركولو پراخه امكانات لرو۔دې ووئيل د شريكې مرستې فريم ورك ښه كولو په اړه مونږ د دواړو هېوادونو په حقله د پارليمانونو په شريك كردار انحصار كوو۔په دې لړ كښې د پارليماني غړو مثبت كردار نظر انداز كېدے نه شي۔دې ووئيل د تجارتي او معاشي اړيكو ودې پشمول په ګڼو څانګو كښې اوس هم ډېر څه كولو ته اړتيا ده۔سوويت يونين پاكستان له د تيل او ګاز صنعت ته پرمختګ وركولو٬د توان مهمو تنصيبات تعمير او زرعي مشينري وركولو كښې مرسته كړې۔80-1970 په لسيزه كښې سوويت يونين په كراچۍ كښې د پاكستان سټيل ملز جوړولو له مرسته كړی كوم چې زمونږ د ملګرتيا علامت دے ٬زمونږ ترمينځه د شريكې مرستې دا عظيم روايت به روان وي٬تېر كال په مهال د پاكستان او روس ترمينځه تجارتي حجم كښې 50 فيصده څخه زياته اضافه شوې او په وړومبي ځل د يو ارب ډالرو څخه تجارت زيات شوے ۔ دې ووئېل سږ كال جنوري نه تر اګست په مهال په دې كښې 13 فيصده اضافه شوې٬بايد د دې مثبت پيشرفت ډاډګيرنه وكړی شي۔دې ووئيل زمونږ د اقتصادي مرستې پرمختګ په اړه په بېلو څانګو كښې لويې امكانات شته٬دې ووئيل تېر كال د روس د حام مال وړومبے كهيپ د كراچۍ بندر ځاې ته رسېدلے و او د كال تر آخر پاكستان ته د روس په برآمدات كښې د دې برخه 20 فيصده څخه زياته شوې وه۔دې ووئيل روس د پاكستان فوډ سيكورټي كښې خپل كردار روان ساتلے ٬مونږ د پاكستان په ماركيټ كښې د تخم وركړه زياته كړې٬د خرابو موسمي حالاتو باوجود د روس كروندګرو سږ كال 132 ملين ټن څخه زيات د تخم پېداوار ترلاسه كړے ۔دې ووئيل تعميري٬سياسي رابطې او خبرې اترې په ځاې ساتلو سره د هېوادونو د انساني همدردۍ پشمول په ټولو څانګو كښې د مرستې زياتولو په لاره پرله پسې عمل كوو٬اوس هم د لوبو او كلتور په څانګو كښې هم د شريكې مرستې بحالي غواړو ۔ دې ووئېل فيض احمد فيض د اردو لويو شاعرانو كښې يو دے څوك چې زمونږ د هېواد مخلص ملګرے ؤ ۔هغه د رسول حمزاتوف شاعري ترجمعه كړې٬فيض احمد فيض وئېلي چې روس او پاكستان له به يو بل پیژندل وي او يو بل لپاره به د ملګرتيا نوې لارې لټول وي۔دې ووئيل نن مونږ د سائنس او تعليم په څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو سره په هغه وژن عمل كوو٬د ځوانانو ترمينځه اړيكې جوړیږي٬په دې خوشحاله يو چې د پاكستان پلاوي په سوچي كښې ورلډ يوته فيسټيول كښې برخه اخستې٬دې ووئيل په پاكستان كښې خوښي لرونكو د روسيانو شمېره زياتېږي۔دې ووئيل د پاكستان ويزه فيس ختمولو اوسنۍ پريكړو څخه د سېلګرو په تګ راتګ مثبت اثرات مرتب شي٬دې اقدامات سره به زمونږ اولس يو بل په ښه ډول وپیژني۔دې سره به د روس پاكستان ترمينځه اړيكې لا قوي شي۔دې ووئيل د بېلو مذهبونو لارښودو سره ښو اړيكو جوړولو كښې پارليمان مهم كردار ترسره كولې شي٬د مذهبي ادارو سره په ګډه د روس پارليماني غړي بنيادي اخلاقي او د روحاني اقدارو خانداني روايت حفاظت لپاره چمتو دي۔ دې ووئېل په روس كښې اسلام په روايتي مذهبونو كښې يو ګڼلے كېږي او مسلمانان زمونږ د ټولنې لازمي برخه ده٬دې ووئيل په پاكستان كښې مېرمنو له د عزت په احساس په خاص توګه خوشحاله شوې يم٬په ايوان كښې د مېرمنو سناتورانې په ليدلو خوشحاله شوې يم٬ پاكستان د خپل آئين تېر كال 50مه سالګره لمانځلې وه٬په پارليمان كښې د مېرمنو د نمائندګۍ ضمانت وركړے شوے او د ميرمنو لپاره پرله پسې موقعې زياتېږي٬ دې ووئېل نن مېرمنې په صوبائي او وفاقي كچه نمائندګي لري٬دا خبره مهمه ده چې د پاكستان مېرمنې تعليمي يافته دي او دوي ته د سياست او سماجي هلو ځلو رسنه ترلاسه ده۔دې ووئيل تاريخي لحاظ سره كه وكتلې شي نو دا يو مشكل مزل ؤ ٬ د دې يو واضحه مثال د پاكستان او اسلامي نړۍ وړومبۍ وزيراعظمې بېنظيربهټو وه۔ دې ووئيل په مونږ كښې ډېر څه مشترك دي٬روس او پاكستان وفاقي رياستونه دي٬د روس او پاكستان دواړو پارليمانونه دوه ايوانه لري۔دې ووئيل د پاكستان سېنېټ ته هاؤس آف فېډرېشن هم وئېلې كېږي دغسې زمونږ چيمبر فېډرېشن كونسل ته چيمبر آف ريجنز هم وئېلې كېږي او مونږ د وفاق اړوندو ادارو او د هغوي د غېر ملكي شراكتدارو ترمينځه مرستې ته پام لرنه كوو۔

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں