غذر 06 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي په ګلګت بلتستان كښې د لويو پرمختيائي پروژو بشپړیدو څخه به د پرمختګ او خوشحالۍ نوے دور پیل شي٬ مونږ خپلو ځوانانو ته د انفارمېشن ټېكنالوچۍ ټربيه وركول پكار ده ٬سعودي عرب او خليجي هېوادونو كښې جديدو څانګو كښې هنرمند افرادي قوت لپاره بې شمېره موقعې شته ٬ګلګت بلتستان كښې به د سېلګرۍ ودې څخه دا منطقه خوشحاله شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ګلګت بلتستان كښې د ګڼ شمېر پرمختيائي پروژو د بنياد تيګه اېښودو په موقع خبريالانو سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان عظيمو او مينه لرونكو وروڼو خوئېندو سره په ملاقات ډېر خوشحاله شوے يم٬ ما د غذر سيمې هغه وخت دوره كړی وه چرته چې په كال 2022 كښې قدرتي آفت راغلے ؤ او هلته د ټول كلي نښانې ختمې شوې وې٬ په اګست 2022 كښې ما د دې ځاې دوره كړی وه٬د تباهيۍ په ليدلو ډېر خفه شوے ووم٬يو ماشومه او د هغې پلار ژوندے ؤ ٬هغه مهال ما د كلي د بحالۍ هدايت كړے ؤ ٬د هغه ځاے خلق نن د خپلو كورونو مالكان جوړ شوي٬ ده ووئېل ژوندۍ پاتې كېدونكې د قام لور لپاره د پاكستان حكومت 50 لكه روپۍ د هغې په اكاؤنټ كښې جمع كړې وې كومې چې نن 67 لكه روپو ته رسېدلې۔ده ووئيل مونږ ټول د لويې څښتن ډېر شكر ادا كوو٬د قام دا لور به په محنت كولو د عزت ژوند تېروي٬او دا لور به ستونزو سره نه مخ كېږي٬ده ووئيل په ګلګت بلتستان كښې په يخښنۍ كښې د بجلۍ مسئله شدت اختياروي٬په ځينو سيمو كښې د اوبو مسئلې او پوهنتونونو كښې د زيركو طالبعلمانو تعليم پشمول انفراسټركچر پروژو په اړه تفصيلي خبرې او پريكړې شوي ۔ده ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د پن برېښنا 2 پروژو د بنياد تيګه اښودلې شوې ٬ دې پروژو بشپړېدو څخه وړاندې به د جيالوجيكل سروے پشمول د بېلو وجوهاتو له امله ډېر وخت پكار وي۔ده ووئيل په يخښنۍ كښې د بجلۍ طلب تر 450 ميګاواټ ته رسي كوم چې لويې چېلنج دے۔د ټيكنيكل پوهنتون د بنياد تيګه اېښودلې شوې٬ځينې پروژې بشپړې كړې شوي۔ده ووئيل وفاقي حكومت د ګلګت بلتستان لپاره د بجلۍ طلب پوره كولو لپاره په سمدستي توګه د 100 ميګاواټ شمسي توان پروژې لګوي كومې به چې په يو كال كښې بشپړې كړی شي٬د دې پروژو د بشپړېدو به پخپله څارنه كوم۔وزيراعظم ووئيل بلتستان پوهنتون او قراقرم پوهنتون كښې زده كوونكي كوم چې خپل فيسونه نشي ادا كولې د هغوي پوهنتونونو لپاره پنځوس پنځوس كروړه روپو فنډ اېښودلے شي كوم څخه به چې دې زده كوونكو ته وظائف وركولې شي۔ده ووئيل چد مواصلات سېكرټري به د سترو لارو معاملات حل كولو لپاره د ټول ګلت بلتستان دوره كوي٬ وزيراعظم د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير امير مقام٬د كشمير چارو وزارت سېكرټري٬د ګلګټ بلتستان وزيراعلٰی او د ګلګت بلتستان چيف سېكرټري ته د اولس مسئلو په اړه د تفصيلي خبرو اترو هدايت وكړو دغسې چې په دې اړه سدستي فيصله وكړی شي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير پشمول په ټول هېواد كښې موجود ځوانان زمونږ لويه اثاثه دي ٬سعودي عرب او خليجي هېوادونو كښې هنرمند افرادي قوت لپاره بې شمېره موقعې شته ٬مونږ له خپلو ځوانانو٬ماشومانو ته د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ټريننګ وركول پكار دي۔ دې څخه په كروړونو ځوانان په عزت روزګار ترلاسه كولې شي٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ تربيت ته په تندۍ سره پراختيا وركړې كېږي٬ دې څخه به ځوانانو او پاكستان ته ګټه ورسي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان غيور او بهادر اولس عظيمې قربانۍ وركولو سره د كرډو ګره راج څخه آزادي ترلاسه كړی۔ده باور وركړو چې د شهيدانو قربانۍ چې د قيام پاكستان لپاره وې يا د ګلګت بلتستا لپاره زمونږ د مشرانو قربانۍ به ضائع نه ځي او پاكستان به عظيم هېواد جوړېږي۔ده ووئيل ګلګټ بلتستان ښكلې سيمه ده٬دلته د سېلګرۍ ودې لپاره ما د قطر او سعودي عرب دورې په مهال خبره كړی٬په دې سيمه كښې د سېلګرۍ ودې لپاره به سرمايه كاري وكړې شي٬دلته به د ټولې نړۍ څخه سېلګري راځي٬دا منطقه به خوشحاله وي او پاكستان په ټوله نړۍ كښې خپل مقام ترلاسه كړي۔