دی هېګ/اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) پاکستان د انصاف نړيوال عدالت كښې په خپله آبادۍ او معيشت د موسمياتي بدلونونو د سنګينو اغېزو خاكه وړاندې كړې ده په كومه كښې چې د كال 2022 په سېلاب زياته رڼا اچولې شوې ٬ د كوم په نتيجه كښې چې د هېواد په درېو كښې يوه برخه ډوبه شوې وه٬ 33 ملينه كسان ځپلې شوي وو او د بيا ودانۍ خرڅونو اندازه 16 اربه ډالره څخه زياته وه۔ اټارني جنرل منصور عثمان د پاكستان نمائندګي كولو سره د پاكستان كېس د انصاف نړيوال عدالت (آئي سي جے) كښې وړاندې كړو۔ د پاكستان استازي ووئيل د پاکستان په نړيواله كچه د ګرین هاوس ګېسونو په اخراج كښې برخه 1 فيصد څخه هم لږھ ده خو د پاكستان اولس د نورو هېوادونو په مقابل كښې د موسمياتي بدلونونو د لاسه 15 چنده زيات زيان سره مخ دے۔ پاكستاني استازي ووئيل مونږ د موسمياتي بدلونو اغېزې محسوسونكے اولنے نسل يؤ او بېشكه وروستے نسل هم ٬ كوم چې په دې اړه څه كولې شي