د وزیراعظم په سپارښتنه د این ډي اېم اے د اړخه لېږلے شوے د امدادي سامان دويم کھیپ کوالالمپور ته ورسيد

image

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم په سپارښتنه د نیشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي (این ډي اېم اے) د اړخه لېږلے شوے د امدادي سامان دويم کھیپ کوالالمپور ته ورسيد۔ د این ډي اېم اے وياند له مخې د ملائیشیا سېلاب ځپليو لپاره د مرستي دويم كهيپ د ملائیشیاﺀ کوالالمپور ښار ته د زيارت په ورځ رسيدلے دے۔دا سامان تيره شپه د اسلام آباد انټرنیشنل ایئرپورټ څخه د يو چارټرډ فلائټ د لارې لېږلے شوے ؤ چې پكښې د این ډي اېم اے د اړخه 40 ټنه امدادي سامان موجود ؤ۔ امدادي سامان كښې خیمې، کمبلې، لحاف، بسترې او لائف جیکټس شامل دي۔په مجموعی توګه این ډي اېم اے 80 ټنه سامان ملائیشیا ته لېږلے دے۔ ملائیشیاﺀ كښې د پاکستان سفارت عملې او د ملائیشاﺀ نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ ایجنسۍ نمائندګانو د امدادي سامان د کھیپ هركلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں