این ډي اېم اے د اړخه غزه او لبنان لپاره د مرستي 14م كھیپ ولېږلې شو

image

اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم پاكستان په سپارښتنه نېشنل ډيزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډي اېم اے) د اړخه غزه او لبنان جنګ ځپلي اولس ښېګرې لپاره د مرستي وركولو سلسله روانه ده او په دې مهال ځپليو لپاره د مرستي 14م امدادی كھیپ كراچۍ څخه لبنان ته ولېږلې شو۔د اتوار په ورځ جاری شوې بیان له مخې الخدمت فاؤنډيشن په مرسته این ډي اېم اے د اړخه لېږلې شوي دې امدادی كھیپ كشې داروګان ، تیار خوراك، خیمي ، ګرمي كپړے او خشك پيئي مشتمل 17 ټنه سامان لبنان ته ولېږلې شو۔ امدادی سامان جناح انټرنېشنل ایئرپورټ كراچۍ څخه بیروت، لبنان ته ولېږلې شو۔سامان لېږلو دستوره كښې وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ ، این ډي اېم اے، خارجه وزارت او الخدمت فاؤنډيشن نمائندګان په جناح انټر نېشنل ایئر پورټ كراچۍ كښې موجود وو۔ وفاقی وزیر فلسطین او لبنان كشې روان جنګی صورتحال او هلته د وګړو د ضروریات له مخې ځپلي آبادۍ له د مرستي وركولو په حاجت زور راوړو۔ده په دې سخت و خت كښې د ځپليو مرستي لپاره د حكومت پاكستان د عزم پخلے وكړو۔د پاكستان د اړخه فلسطین او لبنان لپاره د مرستي سامان دا 14م كھیپ دے۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں