وزيراعظم محمد شهباز شريف به د نومبر په 11مه نيټه رياض كښې دويم شريك عرب اسلامي سر مشريزه كنفرنس كښې ګډون لپاره سعودي عرب ته ځي

image

اسلام آباد 07 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف به د نومبر په 11مه نيټه رياض كښې دويم شريك عرب اسلامي سر مشريزه كنفرنس كښې ګډون لپاره سعودي عرب ته ځي۔دا خبره د خارجه دفتر وياندې ممتازه زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې كړې۔ده ووئيل د مشرانو غونډې څخه وړاندې د نومبر په لسمه نېټه د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كېږي٬نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار به د خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې ګډون كوي۔وياندې ووئيل د مشرانو غونډې رابللو لپاره وړاندې والې د سعودي عرب حكومت كړے چې پكښې به د مينځني ختيز په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔دا د غزه او نورو شخړيزو سيمو صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونې لپاره په رياض كښې د نومبر په 11مه نېټه 2023 د شوي شريك عرب اسلامي غېر معمولي سر مشريزه كنفرنس فالو اپ دے ۔ د هېوادونو مشرانو ٬ حكومتونو ٬ عرب ليګ او د او آئي سي غړو هېوادونو اعلٰی چارواكو مشرانو غونډه كښې ګډو متوقع دے۔د خارجه دفتر وياندې ووئيل وزيراعظم به د مشرانو غونډه كښې د فلسطين كاز لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلے كوي٬هغه به په غزه كښې د نسل كشۍ سمدستي خاتمې٬سمدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ او په منطقه كښې روان د اسرائيلي يرغل په سمدستي توګه د بندولو غوښتنه كوي كوم چې د مينځني ختيز هېوادونو سلامتيا په خطره كښې اچوي۔ده ووئيل پاكستان فلسطيني اولس ته نړيوال تحفظ وركولو او د 4 جون 1967 پولو تر مخه د فلسطين د يو آزاد رياست لپاره د كوم چې دارالحكومت القدس شريف وي په قيام به زورراوړي ۔وياندې ووئيل د مشرانو غونډې په موقع د وزيراعظم د عرب ليګ او او آئي سي نورو هېوادونو مشرانو لارښودو سره هم ملاقاتونه متوقع دي۔

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں