لوك ورثه٬ لوك مېله كښې د لاسونو جوړو څيزونو تر څنګ د اوچې مېوې او د قيمتي كاڼو سټالونه هم لګولې شوي ٬ په مېله كښې د سپينو زرو كالي پتري هم د خرڅ لپاره اېښودلې شوي

image

اسلاآباد ۔13 نومبر (اے پي پي )قومي ورثه او كلتور ډويژن تر سېوري لاندې لوك ورثه شكر پريا اسلام آباد كښې كلنه لس ورڅنۍ لوك مېله د خپلو كلتوري رنګونو سره روانه ده ٬ په دې مېله كښې د پاكستان د ټولو صوبو پنجاب ٬ سنده ٬ خېبر پښتنونخوا او د بلوجستان بشمول د آزاد كشمير اوګلګت بلتستان پوېلين جوړ كړے شوي چې پكښې د يادو شوو صوبو او سيمو د كلتور په زړه پورې عكاسي كېږي۔ په دې مېله كښې د لاسو جوړو كلتوري او روياتي څيزونو جامو پېزار٬ ټوپو ٬ پكولونو ٬ څادرو ٬ اجرك ٬ د مېرمنو شالونو او پېزار پشمول د قيمتي كاڼرو څخه د جوړو څيزونو او د سپينو زرو كالو پترو سټالونه هم شته كوم چې د ګډون كوونكو په خاص توګه د مېرمنو د خوښې سامان دے۔ دلته به موقع هم د لاس جوړ لوخي جوړولې شي او هنرمندان خپل هنر اولس ته منتقل كولو او د خپل كلتور په اړه خبرتيا پېدا كولو لپاره د اغستوونكو په وړاندې د خپل هنر ښائي۔دا هر څه د هېواد د كلي وال ژوند لارې چارې او د متنوع كلتور نه يوازې عكاسي كوي بلكې په دې صنعتي دور كښې د انسان د پوهې او ضرورت تر مخه د ژوند ضرورت لپاره د مختلف څيزونو جوړولو اهميت او خوند هم رامخې ته كوي۔ قدرت د انسانانو د صحت ضرورت لپاره لكه د نور ډېر څه مېوه دانه هم پېدا كړې چې د وجود متوازن او صحت منده ساتلو اسباب دي ٬ دا مېوه په بېلو سيمو كښې په بلا بېلو طريقو مخفوظه او اوچولې شي او بيا د ضرورت په وخت استعمالولې شي ٬ دغسې په دې مېله كښې د اوچې مېوې په خاص توګه د ګلګت بلتستان او د سوات د اوچې مېوې دانې سټالونه هم لګولې شوي چې پكښې غوزان ٬ خوبانۍ ٬ توتان ٬ اوڅكې ٬ بادام او نور څيزونه شامل دي

مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں