وزيراعظم محمد شهباز شريف په دوه ورځنۍ دوره رياض ته ورسيد

image

رياض 29 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب په دوه ورځنۍ سركاري دوره رياض ته رسيدلے دے ۔د رياض نائب ګورنر شهزاده عبدالرحمن بن عبدالعزيز رياض ته په رسيدو د وزيراعظم هركلے وكړو۔ سعودي عرب كښې د پاکستان سفير احمد فاروق او د پاکستان او سعودي عرب اعلي سفارتي افسران او اهلکار هم په هوائي ميدان موجود وو۔د وزيراعظم آفس پرېس ونګ له مخې وزيراعظم به په رياض كښې 29 نه تر 31 اکتوبر کيدونكې 8م فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټيو (ايف آئي آئي) كښې كډون او خطاب کوي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره هم ملاقات متوقع دے۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف،د خزاني وزير محمد اورنګزيب، د نجکارۍ وزير عبدالعليم خان،د پټروليم وزير ډاکټر مصدق ملك، د تحارت وزير جام کمال خان او د اطلاعاتو وزير عطاء الله تارړ هم د وزير اعظم سره ملګري دي۔

مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں