د وفاقي وزير احسن اقبال په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منیر اکرم سره ملاقات، کوپ۔29 کانفرنس كښې ګډون له په چمتوالي نيولو او په اقتصادي تګلاره د خیالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد۔5نومبر (اے پي پي ) د منصوبه بندۍ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفیر منیر اکرم سره ملاقات وکړو ، ملاقات كښې د پاکستان په ترقیاتي تګلاره ، کوپ۔29 کانفرنس كښې ګډون له د جمتوالي په نيولو او په اقتصادي حکمت عملی د خیالاتو څرګمدونه وشوه ۔ د نهې په ورځ د جاري پریس ریلیز تر مخه احسن اقبال ووئېل پاکستان د ملګرو ملتونو ترقیاتي اهداف سره تړلے دے او په دې مياشت باکو كښې كېدونكې کوپ۔29 کانفرنس كښې به په زړه بورې ګډون كوي ، چرته به چې ماحولیاتي ترجیحات رامخې ته كولې شي ۔ ده ووئېل پاکستانے پلاوې به کانفرنس كښې سيمه ايزې مرستې مستحکمولو ته پام لرنه كوي او د پاکستان پویلین كښې به ګول میز مباحثه منعقد کوي جې پكښې به ڼړيوال ګدون كوي ۔ د ملګرو ملتونو د تل پاتي ترقۍ اهداف (ایس ډي جیز) په اړه د پاکستان د هلو ځلو ذکر کولو سره وفاقي وزیر ووئېل پاکستان هغه وړومبے هېواد دے كوم چې دا اهداف د پارلیمان د لارې پخپله قامي ترقیاتي ایجنډ كښې په رسمي توګه شامل كړي ۔ وفاقي وزيراحسن اقبال ووئېل د ملګرو ملتونو د اړخه تل پاتي ترقۍ لپاره د 17 اهداف په اړه منصوبه بندۍ وزارت كښې به ډېر زر 17 ټاسک فورسز جوړ كړے شي كوم به چې په قامي او صوبائي كچه د منصوبو نګراني کوي دغسې چې د دې نفاذ باوري كړے شي ۔ده ووئېل د پاکستان سټاک مارکیټ صورتحال باندې هم ده تبصرہ وكړه ٬ ده ووئېل 530 كښې يوازې 70 کمپنۍ داسې دي د كومو برآمدات چې 10,000 ډالر نه زيات دي ۔ ده هيله څرګنده كړه چې روانه سرمایه کاري او معاشي اصلاحات به پاکستان تل پاتي ترقۍ پلو بوځي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں