د اوورسيز پاكستانيانو د جائيداد تحفظ باوري كولو له اقدامات كولې شي ٬ سيد يوسف رضا ګيلاني

image

اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) لند مهال صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د اوورسيز پاكستانيانو د جائيداد تحفظ باوري كولو له اقدامات كولې شي ، به بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو د پراپرټي تحفظ له د خصوصي عدالت جوړولو بل منظوري يو مهم پشرفت دے٬ د بل له مخې به خصوصي عدالتونه د اوورسیز پاکستانیانو په جائيدادونو د ناجائزه قبضې مسئلې په 90 ورځو كښې ترسره كوي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د اوورسيز فاؤنډېشن چيئرمېن سيد قمر رضا سره خبرې كولې چا چې ده سره د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې اوورسيز پاكستانيانو ته په پاكستان كښې په پېښو مسئلو خبرې وشوې۔ لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل اوورسیز پاکستانيان د ترسیلات زر د لارې د هېواد په معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي٬ د دوئي د ګټې تحفظ له هر ممكن ګامونه پورته كولې شي۔ ده د اوورسيز پاكستانيانو مسئلې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دغسې چیئرمېن سید قمر رضا په بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د خصوصي عدالتونو جوړولو حكومتي هڅې وستائېلې۔

مضمون کا ماخذ : loteria Ceará
متعلقہ مضامین
مزید خبریں