پاكستان او مالديپ د بېلا بېلو څانګو په اړه وركنګ ګروپس جوړولو ته اتفاق وكړو

image

اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)پاكستان او مالديپ په مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو زياتولو او په دې لړ كښې د بېلا بېلو څانګو په اړه شريك وركنګ ګروپس جوړولو ته اتفاق كړے۔دا اتفاق د اقتصادي چارو وفاقي وزير احمد چيمه سره په پاكستان كښې د مالديپ هائي كمشنر محمد تهوها د شورو په ورځ شوي ملاقات كښې راغلے ۔ملاقات كښې دواړو مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو زياتولو ته اتفاق وكړو۔وفاقي وزير احد چيمه د پاكستان مالديپ جوائنټ كمېشن فريم ورك له مخې سېلګرې٬تجارت٬محنت٬سرمايه كارۍ او هوا بازۍ څانګو په اړه شريك وركنګ ګروپس(جے ډبليو جيز)جوړولو تجويز وركړو ۔هائي كمشنر د دې تجويز هركلے وكړو او باور يې وركړو چې مالديپ به سباؤن كښې د دې وركنګ ګروپس لپاره خپل سركاري استازے رالېږي۔دواړو لارښودو 2025 په اول كښې د پاكستان مالديپ شريك كمېشن پرانستې غونډې كولو ته هم صلاح يوه كړه۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان د مالديپ سره مهمو ترجيحي څانګو كښې د مرستې نوې لارې لټول غواړي۔ده پاكستان كښې د حلالې غوښې٬زرعي مصنوعات٬ميوو او د جراحۍ آلات صنعتونو لټلو لپاره د مالديپ هركلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں