اسلام آباد12 نومبر(اے پی پی)د نېشنل انكوبيشن سينټر(اين آئي سي)او اېس كے كلب ترمينځه په مفاهمتي يادښت د لاس ليك دستوره په اسلام آباد كښې وشوه۔ د دستورې مقصد ځوانانو ته كاروباري موقعې وركول او سټارټ اپ كلچر ته وده وركول دي۔ د مفاهمتي يادښت له مخې دواړه ادارې به په ګډه نوې كاروبار په ځايې كولو او ځوانانو ته تربيه او آسانۍ وركولو كښې مرسته كوي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د وزيراعظم د يوته چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ووئيل چې كله هم زمونږ حكومت راغلے دے مونږ تل ځوانانو لپاره ښې موقعې رامخې ته كړې دي۔ ده ووئيل لومړۍ يوته پالېسي د مسلم ليګ(ن) په دور كښې كله چې وزيراعظم شهباز شريف وزير اعلی ؤ پنجاب كښې پېل شوې وه۔ ده ووئيل چې دې ډول شراكتدارۍ سره به ځوانانو ته نوې ټېكنالوجۍ او وسائلو ته لاس رسي ترلاسه شي كوم به چې هغوي د كاروبار په مېدان كښې د كاميابۍ په لار روان كړي۔ په دې موقع د اېس كے كلب استازي ووئيل چې دې سره به عصري وسائلو او تكنيكي آسانيو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده د حكومت مننه كولو سره ووئيل حكومت د پاكستاني ځوانانو پرمختګ لپاره ډېر كارونه كوي