د مواصلات وفاقي وزیر عبد العلیم خان د كرپټ افسرانو او اهلكارو په ضد د كوم امتياز نه غير د ایكشن اغستلو امر وكړو

image

اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزیر عبد العلیم خان نېشنل هائی وے اتھارټی كښې په زیرو ټالرنس عمل كولو سره د كرپټ افسرانو او اهلكارو په ضد د كوم امتياز نه غير د ایكشن اغستو امر كړے۔ده دا سپارښتنه د زيارت په ورځ د نېشنل هائی وے اتھارټی اعلی پائې غونډي مشرۍ كولو سره وكړه۔وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د بدعنوانه عناصرو په ضد كارروائی كولو له د این ایچ اے چیئرمېن له د يوې اونۍ ډیډ لائن وركولو سره ووئيل بد عنوانۍ كښې ككړ افسران دې فارغ كړے شي،جې هغوي په خپلو چوكو پاتي نشي۔ عبدالعلیم خان سپارښتنه وكړه چې هيڅ ډول سفارش به ونه منلے شي ، په ټولو چوكو دې اهل او قابل افسران تعینات كړے شي۔ده سپارښتنه وكړه چې نېشنل هائی وے اتھارټی كښې په لويه توګه آپریشن ’’كلین اپ‘‘ به كولې شي۔ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان په مشرۍ كښې د نېشنل هائی وے اتھارټی اعلی پائې غونډه كښې په بېلو چارو غور وشو، لاهور، سیالكوټ او كھاریاں نه تر اسلام آباد موټروے د 4 اړخيزه په ځاے 6 اړخيزه كولو په حاجت زور راوړلے شو ۔ وفاقي وزیر دا هم سپارښتنه وكړه چې این ایچ اے دې په موټرویز بیرئیرز ختمولو او د الیكټرانك ټول پلازو په تجویز كار وكړي۔د این ایچ اے په اعلیٰ پايه غونډه كښې د بیلا نه تر آواران او ژوب نه تر لورالائي د سترو لارو په جوړولو هم غور وكړے شو ۔

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں