د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق مشري خو لپاره پارلیمنټ هاؤس كښې لاس نيوه وشوه

image

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق مشري خور بخښني لپاره پارلیمنټ هاؤس كښې لاس نيوه وشوه۔ لاس نيوه كښې د قامي اسمبلۍ سپیکر ، قامي اسمبلۍ كښې اپوزیشن لیډر عمر ایوب، د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخیل، پارلیماني غړو، د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ افسرانو او عملې په كڼ شمير ګډون وكړو۔ګډون كوونكو د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق سره د هغه د مشري خور په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔ګډون كوونكو دعا اوكړه چې لويې څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔دغسې د قامی اسمبلۍ سپیکر په تعزیت كولو د ټولو مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں