اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د سېنېټر اعجاز چوهدري د ګړفتارۍ په معامله ځواب غوښتے دے۔ د جمعې په ورځ سېنېټ غونډي په مهال سېنېټر عون عباس د اولسي اهمیت په معامله خبره كښې ووئيل د سېنېټر اعجاز چوهدري صحت ښه نه دے،هغه په زندان كښې دے۔د هغه اكاؤنټس منجمد كړے شوي۔د هغه پروډكشن آرډر دې جاري كړے شي۔حكومت ته هم درخواست شوے چې دا معامله اوګوري۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل په دې معامله د اړوندو وزارتونو، صوبائی حكومتونو او چارواكو سره خبره شوې۔ د قانون وزیر ، د كورنيو چارو وزير، صوبائي حكومت او اړوندو چاروكاو ته دا معامله لېږلې شوې ۔هيله لرو چې هغوي به په دې په سنجیدګۍ سره ضروري اقدامات وكړي۔