مسلم ليګ(ن) عمر له د معنيٰ لرونكي مذاکراتو حمايت کوي۔خواجه آصف

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې پاکستان مسلم ليګ (ن) د يو سياسي ګوند په توګه عمر له د مسئلو حل كولو او مذاکراتو لپاره لوظي دے۔ د اتوار په ورځ يو نجي نيوز چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل مسلم ليګ (ن) په هېواد كښې جمهوريت مستحکمولو له پرله پسې د خبرو اترو ډاډګيرنه كړي۔ده ووئيل مونږ د جمهوري بالادستۍ ودي لپاره تير وخت كښې هم په دې اړه څو واري هڅي كړي۔وفاقي وزير د حکومت او پاکستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) ترمينځه روانو خبرو اترو په اړه ووئيل تر اوسه د مذاکراتو كوم كوټلې نتيجې نه دي رامخې ته شوي ۔ ده ووئيل پي ټي آئي له د يوې اوونۍ وخت وركړې شوي او مونږ خبرو اترو كښې د مثبت پيش رفت هيله لرو۔خواجه محمد آصف په سيمه كښې د امن لوظنامي نه پس په كرم كښې په حکومتي قافلے د ډزو پېښي غندنه وكړه۔ده باور وركړو چې وفاقي حکومت به د دې ډول خطرو مخنيوي لپاره د صوبائي انتظاميې سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ده ووئيل وفاقي حکومت د صوبائي حکومت سره په ګډه د دې ډول پېښو مخنيوي لپاره لوظي دے۔

مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں