اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د نوي كال په پېل كيدو قام له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړې چې كال 2025 به د پاکستان لپاره د امن ، پرمختګ او سوكالۍ كال ثابت شي۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې سپيکر د نوي كال په پېل په خپل پيغام كښې ووئيل د نوي كال نمر به د نوو خوشحالو او هيلو سره څيره وهي او مونږ له به د خود احتسابۍ او خپل هېواد د پرمختګ پلو روانولو له د غور او فكر كولو او اجتماعي عزم پخلي كولو موقع راكوي۔ده ووئيل پارليمان كښې د جمهوري اقدارو ته ودې وركولو، ښې واكمنۍ او د اولس مسئلو حل كولو له لوظي يو۔سپيکر د هېواد د ټولو سياسي قواؤ تر مينځه اختلافات هيرولو او د خبرو اترو د لارې د مسئلو حل كولو او قامي تعمير او پرمختګ له په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔ده هيله څرګنده كړه چې نوې كال به د پاکستان لپاره اتحاد، استحکام او د خوشحالۍ كال ثابت شي۔ده هيله څرګنده كړه چې كال 2025 به د پاکستان لپاره د پرمختګ نوې لاري پرانيځي او نړۍ كښې به د پاكستان مقام لوړ شي۔ده اولس ته غږ وكړو چې د ټول د سياسي او سماجي تفريق نه ځانله د يو قوي ، خوشحاله او امناك پاکستان لپاره په ګډه هڅي وكړي۔ سپيکر سردار اياز صادق اولس څخه د فلسطينيانو او د هندي بربريت او ظلم ښكار کشميريانو آزادۍ او خپلواكۍ لپاره د خصوصي دعاګانو غوښتلو اپيل هم وكړو۔ده هيله څرګنده كړه چې كال 2025 به فلسطين او کشمير كښې د امن او سوكالۍ كال ثابت شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر نړۍ ته اپيل وكړو چې غزہ او کشمير كښې د روانو بشري حقونو د خلاف ورزو نوټس واخلي او او د شخړو منصفانه حل له كردار ترسره كړي۔د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر سيد مير غلام مصطفيٰ شاہ هم د نوي كال په پيل كيدو قام له مباركي وركولو سره ووئيل نوې كال مونږ له د ستونزو څخه د زدكړې او کاميابيو ترلاسه كولو سبق له موقع راكوي۔ ډپټي سپيکر ووئيل يو قوي او فعاله پارليمان د پاکستان د پرمختګ او استحکام ضمانت دے۔ده په خپل پيغام كښې اولس ته خپلو كښې اتحاد او يووالي ته ودې وركولو سره د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔