جمهوري ذهن لرونكے خلق يؤ ٬ آئيني بدلونونو لپاره شميرې پوره دي ٬ هڅه مو ده چې د رايو په اتفاق سره مخ په وړاندې لاړ شوو ، عطاء تارړ

image

اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي جمهوري ذهن لرونكے خلق يؤ ٬ آئيني بدلونونو لپاره شميرې پوره دي ٬ هڅه مو ده چې د رايو په اتفاق سره مخ په وړاندې لاړ شوو٬ زمونږ فرض دي چې ټول سياسي ګوندونه ځان سره واخستلې شي٬ د مشاورت عمل تندۍ سره روان دے ٬ هڅه ده چې په هر صورت كښې دا بشپړ كړے شي۔ د خالي په ورځ پارليمنټ هاؤس څخه بهر د مسلم ليګ (ن) مشر لارښود حنيف عباسي سره په ګډه ميډيا سره خپلو خبرو كښی وفاقي وزير ووئيل د قامي اسمبلۍ غونډه نن ماښام 7 بجې رابللې شوې ده ، په آئینی بدلونونو د سياسي مشاورت عمل روان دے ٬ د رايو اتفاق لپاره بشپړه هڅې شوي دي۔ د ټولو سياسي ګوندونو د مشاورت په عمل كښې برخه اغستل د جمهوريت حسن دے۔ ده وئيل د بلاول بھټو زرداري د وزيراعظم شهباز شريف او مولانا فضل الرحمن سره ملاقاتونه شوي دي ، د پي ټي آئي پلاوي هم په اډياله زندان كښې د پي ټي آئي چيئرمېن سره ملاقات كړے دے۔ د شمېرو پوره كېدو او هوم ورك بشپړ كېدو باوجود مو هڅه كړې چې د مشاورت عمل روان وساتلے شي او په آئيني بدلونونو پراخا مشاورت او اتفاق رايې رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې رولز بدلولو سره د پوليس افسرانو د پوسټنګ او ټرانسفر اختيارات آئي جي څخه اغستلو سره وزيراعلی ځان سره اېښودلې دي٬ هغه پوليس په سياسي انجينئرنګ كښې ككړ كولو سره هغوي څخه د سياسي كار اغستو هڅه كړې٬ پوليس يۍ د وفاق په ضد وكارولو۔ هغه خلق په سياسي توګه قابو كول غوښتل۔ پنجاب سره چې چا تعلق لرلو هغه يۍ بند كړل او تور يۍ په ادارو ولګولو۔ د وفاق په ضد يۍ سركاري وسائل وكارول۔ هغوي د شهيدانو مجسمې ړنګې كړې ٬ آئي اېم اېف ته يۍ چيټۍ وليكلې ٬ او د اېس سي او سبوتاژ كولو هڅه يۍ وكړه۔ ده ووئيل د تحريك انصاف كسان تورونه ځكه لګوي چې زمونږ شمېرې پوره دي۔ خو د دې باوجو مونږ غواړؤ چې دا كار مشاورت او د رايو په اتفاق سره وكړے شي۔ ده ووئيل دوئي خپل سوشل ميډيا اكاؤنټس د آرمي چيف او ملكي ادارو په ضد خو كارولې شي خو دوئي به كله هم دا د زېک ګولډ سمتھ په ضد و نه كاروي۔ د خبريالاتو د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل د آئين او قانون دننه پاتې كېدو سره نور آپشنز هم موجود دي خو زمونږ د مشرتابه او ګوند سوچ د رايو اتفاق رامخې ته كول دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پنجاب په كالجونو كښې زده كوؤنكي د يو منظم مهم د لارې وپارولې شوو۔ تېره ورځ يوې مېرمن په سوشل ميډيا يو جعلي خبر خپور كړو۔ ددې تعلق كراچۍ سره دے ۔ ده ووئيل د رېپ جعلي خبر خپرونكي ټرېس كړې شوي دي۔ ده ووئيل د زده كوؤنكو په اوسني احتجاج كښې په كوم زده كوؤنكي تشدد نه دے شوے٬ د دوئي په احتجاج كښې يو سكيورټي ګارډ هم مړ شوے دے۔ ده ووئيل په دې مهم كښې چې كومو كسانو برخه اغستې ده د هغوي په ضد اېف آئي آر درج كړے شوے دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل د پي ټي آئي د مشر لارښود په ضد د 190 ملین پاؤنډ، توشه خانه، سائفر کېسونو په عدالت كښې اورېدنه روانه ده۔ 190 ملین پاؤنډ کېس د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويے كرپشن كېس دے ٬ د شهزاد اكبر په اړه مو وړاندې وئيلې وو چې هغه به هېواد څخه بهر تښتي۔ ده ووئيل د كېسونو حوالې سره زېرو ټارلرنس پالېسي ده٬ قامي مجرم ته به هېڅ ډول اېن آر او وركولې نه شي۔ ده ووئيل د 9 مئي كېسونه به ډېر زر منطقي انجام ته ورسولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د قانون وزير اعظم نذیر تارړ پارليماني غړو ته په مسوده بريفنګ وركړے دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كوم خبريال سره مو كومه ترخه خبره نه ده كړې٬ تل مو هڅه كړې چې د هر يو خبريال په غم خوشحالۍ كښې ګډون وكړؤ۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا هاؤس مخې ته هم چې كوم خبريالان وظيفه ترسره كوي زمونږ هڅه ده چې د هغوي هم خيال وساتلے شي۔ ده ووئيل كه د كوم خبريال په ضد كومه كارروائي روانه وي نو هغه دې وښودلې شي ٬ د صحافت آزادۍ لپاره 24 ساعته حاضر يؤ۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں