وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د اټلي سفير مير يلينا آرميلن ملاقات

image

اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)د نېشنل فوډ سكيورټي وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د اټلي سفير مير يلينا آرميلن ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د ايګريكلچرل او ډيري مصنوعات پېداوار په اړه په شريكه مرسته زور راوړلے شوے۔د نېشنل فوډ سكيورټي وزارت وياند له مخې وفاقي وزير ووئيل د اټلي او پاكستان ترمينځه ژورې اړيكې د شريكې مرستې په بنياد قائم دي٬نړۍ د فوډ سكيورټي چېلنجونو سره مخ ده٬وزيراعظم محمد نواز شريف په خاص توګه د زرعي پیداوار څانګې ته ودې وركولو ته پام لرنه كوي۔رانا تنوير حسېن ووئيل پاكستان د پئيو پیداوار په اړه د وړومبي صف هېوادنو كښې شامل دے٬اټلي پاكستان څخه د اوخ پئي درآمد كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان زرعي مصنوعات برآمدات لپاره ګڼ شمېر موقعې موجود دي٬د منصوعات كوالټي ښه او ويليو ايډډ جوړولو لپاره حكومت ګڼ شمېر اقدامات كوي۔

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں