اسلام آباد كښې به مسيحي ټولنې لپاره د پوخ چهت انتظام كوٶ۔ د وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ ډائېلاګ ته خاص وېنا

image

اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي اسلام آباد كښې به مسيحي ټولنې لپاره د پوخ چهت انتظام كوٶ٬ دوي د پاكستان وفادار خلق دي، اېکنك ناله لئي ايکسپرېس وے لپاره د سل اربه روپو منظوري وركړې شوې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ دائيلاګ ته د خاص مېلمه په حېث خپلې وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل مسيحي ټولنه په حقيقت كښې ښه خلق دي٬ دوي د پاكستان وفادار دي، تر ننه يو مسيح په خېر غوښتو نه دے ليدلے شوے ٬ دوي محنت مزدوري كوي او چا ته لاس نه نيسي۔ وفاقي وزير ووئيل نن د دوي د خوشحالۍ ورځ ده ځكه چې جديدې پېنډۍ لپاره اېكنك د سل اربه روپو ناله لئي او رنګ روډ لپاره د 30 اربه روپو منظوري وركړې او د دې نه علاوه 7 اربه ورپۍ د مور او بچي روغتون لپاره منظور كړې شوي۔ ده ووئيل سي ډي اے سره به خبره كوو جې مسيحي ټولنې لپاره د پوخ چهت انتظام كوٶ او سي ډي اے څخه به مسيحي ټولنې كالونۍ لپاره ځاے اخلم ځكه چې دا خواركښ خلق دي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ