اسلام آباد 15 نومبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقداماتو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي چې د سباؤن ښه كولو له به ځوانانو له د تعليم او زده كړې زياتې نه زياتې موقعې وركول وي٬ دا موقعې دې نه يوازې په تعليمي ادارو كښې بلكې د بېلو تكنيكي٬فني او كاروباري مهارتونو پروګرامونو د لارې هم وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اسلام آباد كالج فار بوائز كښې د تعليم وزارت او نېشنل بك فاؤنډېشن لخوا د درې ورځني پاكستان لرننګ فيسټيول پرانستې په مهال وكړه۔ ده ووئيل چې په په تندۍ سره بدلېدونكي روان دور كښې يوازې كتابي تعليم كافي نه دے بلكې د عصري مهارتونو ترلاسه كول هم ضرورې دي۔ لكه څنګه چې ټېكنالوجي٬كوډنګ٬ډېټا اېنالسېز او كاروباري مهارتونه٬ دې سره سره د ځوانانو تربيت كښې له اخلاقي او سماجي ذمه واريو څخه خبرېدل هم ضروري دي دغسې چې هغوي په ټولنه كښې فعاله او مثبت كردار ترسره كړے شي۔ ده ووئيل چې دا موقعې د حكومت٬تعليمي ادارو او نجي څانګو په اشتراك سره په ښه ډول وړاندے كېدې شي۔ دې ډول اقداماتو سره به ځوانان خپل صلاحيتونه په ښه ډول استعمال كړې شي او د قام سباؤن ښه كولو كښې به مهم كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل چې دا ميله د حكومت د دې وژن له مخې ده كوم كښې چې مونږ ګڼو چې د پاكستان مستقبل دا ځوانان دي٬كه سباؤن ښه جوړول وي نو ځوانانو ته به د زده كړې زيات نه زيات موقعې وركول وي٬ده ووئيل د تعليم وزارت ته تجويز وركوم چې فېسټيول دې د رېلوے وزارت سره په ګډه تر هرې ضلعې يوړلې شي۔ پروفيسر احسن اقبال ووئيل چې د دې هېواد ترلاسه كولو لپاره ډېرې زياتې قربانۍ وركړې شوي٬كله چې دا هېواد جوړ شو نو هند مونږ ته زمونږ برخه نه وه راكړې۔ده ووئيل چې د پرمختګ لپاره به د امن استحكام او ورورولۍ خپلول وي كومه ډله چې خپل مينځه اختلافات لري هغه بريا ترلاسه كولې نه شي٬كومه ډله چې ميچ ګټي هغوي متفق وي۔ احسن اقبال ووئيل چې د نن څخه 6 كاله وړاندې يو ځوان زما د وژلو هڅه كړې٬د ځوان په دماغ كښې زمونږ ځينو ليډرانو او سوشل مېډيا د كركې تخم كرلے ؤ٬ تاسو به هله كامياب شۍ كله چې خپل دماغ د كركې او تعصب وائرس څخه محفوظ وساتۍ۔