د كووېډ-19 په تندې سره د خپرېدو باوجود د ونټر اولمپكس كوربتوب كول اسان نه دي. وزيراعظم عمران خان

image

بيجنګ 30 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د بيجنګ ونټر اولمپكس ګېمز 2022م په كوربتوب د چينائي اولس هڅې ستائيلو سره هيله څرګنده كړې ده چې د كووېډ-19 په تندې سره د خپرېدو باوجود د ونټر اولمپكس كوربتوب كول اسان نه دي، داسې يوازې چين كولې شي، پاكستان به د چين د ونټر سپورټس د تجربو څخه استفاده كوي، پاكستان د خپلو تجربو د لارې د چين د كركټ لويه لوبډله جوړولو كښې مرسته كولې شي، د بينجګ ونټر اولمپكس ګېمز په موقع به د چين دوره كوو او د پرانستې په دستوره كښې به ګډون كوو. چينائي مېډيا سره په يوه شريكه مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د چينائي او پاكستاني اولس دوستي د 70 كلونو ده، د قراقرم لوئي لارې جوړېدو په وخت هغه زده كوونكې و، ده هغه وخت د دې لوئې لارې ترسره كېدل ليدلي دي كومې چې په شمالي پاكستان كښې د ټرانسپورټ د كمزوي نظام په بهترې كښې ځانګړې كردار ترسره كړې. ده د دې لوئې لارې جوړولو په مهال د چينائي اولس قربانيو او هڅو ته د احترام څرګندونه وكړه. وزيراعظم دوه لسيزو خپل اتهليټ دور يادولو سره ووئيل چې زه د پاكستان د كركټ د قومي لوبډلې د پخواني كپتان په حېث د بيجنګ اولمپكس 2022م منتظر يم، دا به وړومبې اولمپكس وي چې زه به ئې د نزدې نه ووينم. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په سياست كښې د راتللو نه پس ده ته د لوبو د كوم ايونټ په ذاتي توګه د كتلو موقع په لاس نه ده راغلې ځكه د دې په شدت سره منتظر يم. ده هيله څرګنده كړه چې څنګه څنګه د پاكستان او چين اړيكې لا قوي كېږي ، د دواړو هېوادونو ترمېنځه به د كركټ په لوبه كښې په اولسي كچه لا تبادلې وشي. وزيراعظم ووئيل چې كه موقع راغله نو مونږ به چينايانو د كركټ لوبه وښايو چې دغسې چين هم د كركټ يوه لويه لوبډله تشكيل كړي. وزيراعظم ووئيل چې كووېډ-19 د لوبو لوي ايونټ پشمول په نړۍ كښې ډېر څيزونه تباه كړي دي، په داسې حال كښې د چين لخوا د ونټر اولمپكس كامياب كوربتوب كېدے شي او دا د ستائنې وړ اقدام دے. وزيراعظم ووئيل چې په چين كښې د ونټر سپورټس پراخا موقعې دي او شمالي پاكستان هم د سكائينګ ډېرې وسيلې لري خو د دې څخه غوره استفاده نه ده شوې. ده هيله څرګنده كړه چې بيجنګ اولمپكس به چين سره په ونټر سپورټس كښې د مرستې يوه موقع وركړي. ده ووئيل چې د ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا يو شمېر سيمې سكي ريزارټس لپاره پياوړې دي او په سكائينګ ونټر اولمپكس مقابلو كښې تر ټولو ځانګړې دے خو له بده مرغه تر اوسه مونږ په پاكستان كښې دې ته پرمختګ ورنه كړے شو. مونږ په ګلګت بلتستان كښې د نورو سكي ريزارټس جوړولو هڅې كوو او د دې نه پس مونږ چين سره په دې لوبو كښې د لا مرستې او د چينائي لوبغاړو د پياوړې كاركردګۍ څخه د زده كړې هيله لرو. د چينائي سپرنګ فېسټېول په موقع وزيراعظم عمران خان د چين اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه. وزيراعظم ووئيل چې د چين د نوي قمري كال راتللو نه وړاندې هر يو چينائي لپاره نيكې هيلې وړاندې كوم، زه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د داسې اړيكو خواهش لري كومې چې دواړو هېوادونو لپاره ګټورې وي. ده په سپرنګ فېسټېول د پاكستاني اولس لخوا چينائي اولس ته مباركي وركړه.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں