حکومت د پي آئي اے تلونكي عظمت بحالولو او قامي ايئرلائن ګټوره اداره جوړولو لپاره اقدامات كوي۔ د خزانې وزير

image

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي حکومت د پي آئي اے تلونكے عظمت بحالولو او قامي ايئرلائن ګټوره اداره جوړولو لپاره اقدامات كوي ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د پي آئي اے كورپورېټ بزنس پلان 26-2022 پحقله د تابيا كړې غونډې مشرۍ په مهال كړې ۔ په غونډه كښې د هوابازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، د اېوي اېشن سېکرتري، د خزانې سېكرټري ، د اقتصادي چارو ډويژن سېكرتري ٬ د پي آئي اے د بورډ آف ډائرېكټرز٬ د پي آئي اے سي اي او او نورو لوړ پورو ګډون كولو۔ په دې موقع غونډې ته د آئي اے ټي اے د غېر ملكي کنسلټنټ لخوا د پي آئي اے د كورپورېټ بزنس پلان 26-2022 په اړه تفصيلي پرېزنټېشن وركړے شو چې پكښې د پي آئي اے موجوده وضعه٬ د ماركيټ حركيات او د كارپورېټ لائحې احاطه وكړې شوه۔ په دې مهال په يو شمېر اړوندو چارو هم بحث وشو او د نېټ ورك سره سره په پنځه كلنه ريكوري روډ مېپ هم رڼا واچولې شوه

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں