اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي ترهه ګر د”را”په مرسته په پاكستان كښې امن ته د زيان رسولو هڅه كوي۔د زيارت به ورځ نجي ټي وي چينل سره به خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان وسله وال پوځ ترهه ګر ختموي۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كاميابۍ ترلاسه كړي٬د بلوچستان په دوه سيمو كښې تېره شپه داخلو شوو ترهه ګرو ډلو د اړخه په ناامنۍ خپرولو تبصره كولو سره ده ووئيل زياتره ترهه ګر وژلے شوي او د پاتې لټون روان دے۔په پوله د ازغن تار لګولو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اوس په 20 فيصده پوله د ازغن تار لګولو كار تر سره كول دي ۔ده ووئيل ترهه ګر تېره شپه په دغه ځاې راغلي٬ طالبانو سره د خبرو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ټي ټي پي سره خبرې كاميابۍ شوې نه دي۔په افغانستان كښې د داغش شته والي په حقله ده ووئيل ترهه ګر په افغانستان كښې كوشش كوي۔